د لاس رسي وړ اتصالات

کیري: د ایران په برخه کې مونږ ټول په یوه خوله یو


د امریکا او ایران ډيپلوماتان د دوشنبې په ورځ خپلو مذاکراتو ته ادامه ورکوي چې د ایران د اټمي پروګرام په هکله خبرې وکړي مخکي له دېنه چې د دواړو خواوو ترمنځ ټاکل شوی مهلت پوره شي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري او د ایران د باندنیو چارو وزیر جاوید ظریف د یکشنبې په ورځ هم په جینو کې د دوو ساعتونو دپاره لیده کاته وکړل.

د ایران د اټمي پروګرام ستر مرکه چي علي اکبر صالحي او د امریکا د انرژۍ وزیر ایرنیست مونیز هم په روانو خبرو کې برخه اخیستې ده چې هدف یې د هغو تخنیکي مسایلو حل دی چې د ایران او د نړۍ د ښپږو قدرتونو ترمنځ یې د موافقې په مخ کې خنډ جوړ کړی دی.

دواړو خواوو یو بل ته د مارچ ۲۴ نېټه د مهلت په توګه ټاکلې ده چې یوې موافقې ته سره ورسېږي. دغه راز د جولای لومړۍ نېټې بیا د دواړو خواوو ترمنځ د دایمي موافقې مهلت ټاکل شوی دی.

لویدیځ غواړي چې پر ایران باندې د اقتصادي بندیزونو د لیري کولو په بدل کې دغه هېواد دا ثابته کړي چې اټمي فعالیتونو یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري چې د بریتانیې د باندنیو چارو د وزیر سره د یکشنبې په ورځ په لندن کې وکتل او ویې ویل چې د ښپږ جمع یو ډلې هېوادونه چې امریکا، بریتانیه، چین، فرانسه، روسیه او جرمني په کښي شامل دي، د ایران په برخه کې ټول په یوه خوله دي. ښاغلي کیري داسي وویل ،،په دې کې بلکل هیڅ شک او تردید نشته چې مونږ ټول په دې باور یو چې ایران باید دا ثبوت کړي چې اټمي پروګرام به یې په راتلونکي کې سوله ایز وي.،،

دغه خبرې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د سازمان په یوه تازه ریپوټ کې په ایران کې د داسې ممکنه اټمي فعالیتونو د شتون په هکله اندېښنې څرګندې شوي دي چې ښايي په نامعلومو سیمو کې وي او هدف یې د اټمي وسلو جوړول وي.

خو په ریپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې ایران د اټمي موافقې ځیني قوانین رعایت کړي دي.

په عین حال کې د ایران حکومتي مطبوعاتو بیا د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د سازمان دپاره ددغه هېواد د سفیر رضا نجفي له قوله لیکلي دي چې وايي د ریپوټ نتیجې د ایران بشپړ شفافیت په ډاګه ګوي او دا ثابتوي چې د ایران اټمي پروګرام سوله ایز دی.

XS
SM
MD
LG