د لاس رسي وړ اتصالات

ایران اتومي راډونه تولیدولی شي، صالحي


ایران اتومي راډونه تولیدولی شي، صالحي
ایران اتومي راډونه تولیدولی شي، صالحي

د ایران د ذروي انرژۍ د پروګرام رئیس علي اکبر صالحي وایي چي ایران اوس د ذروي سونګ موادو راډونه او لوحې چي ذروي فابریکې پرې چلیدای شي، تولیدولای شي.

هغه د ایران ددولتي مطبوعاتو سره نن د شنبې په ورځ په مرکه کي وویل چي ایران د اصفهان په مرکزي ښار کي یوه فابریکه جوړه کړې ده چي ذروي تیل نولیدولای شي.

ښاغلي صالحي وویل چي د ایران په مقابل کي د لویدیځ پالیسي په حقیقت کي ددې ملک د ذروي پرمختګونو باعث سوه.

په دغه نوي پرمختګ سره به ایران ته د ذروي سونګ موادو د ورکولو په اړه خبري نوري هم پېچلي سي. ددې معاملې پېشنهاد اول یو کال مخکي ملګرو ملتونو کړی و او ویلی یې و چي ایران دي خپل یورانیم کوم خارجي ملک ته واستوي چي هلته د سونګ د موادو راډونه او لوحې ترې جوړي سي او ایران به په خپله تحقیقاتي فابریکه کی د هغو نه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG