د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته د سعودی عربستان خبرداری


ایران ته د سعودی عربستان خبرداری
ایران ته د سعودی عربستان خبرداری

سعودی عربستان لوړه کړېده چې اېران به دهغی دسېسی قېمت اداکاندي چې دېوې ادعا له مخی وېل کېږی چې دسعودی د سفېر دقتل لپاره په امرېکا کې جوړه شوی وه. دامرېکا او برتانېې چارواکي وايی چې دوی په دې بحث کوي چې دتهران خلاف نوي بندېزونه ولگول شی.

د سعودی عربستان شهزاده ترکي الفېصل چې په واشنگټن کې پخوانی سفېر و د چارشنبی په ورځ ېې ووېل د ثبوت دلاېل زښت ډېر وو او په څرگنده په دغه دسېسه کې داېران مسوولېت ښکاره کوی.

داېران سفېر په ملگرو ملتنو کې ددغی دسېسی تورونه رد کړېدی او د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کېمون ته ېې لېک استولی دی او ددغوتورنو له امله ېې داېران غوسه څرگنده کړېده. په تهران کې د چارشنبی په ورځ د پارلېمان رئېس علی لارېجانی دامرېکا داتورونه دماشومانو لوبه وبلله.

داېران پرېس ټی وي، ووېل چې د اېران حکومت د سوېس دېپلومات چې دامرېکا د تورو نو په برخه کې رابللی دی. په اېران کې دامرېکا د گټو څارنه اوپالنه د سوېت سفارت کوی.

XS
SM
MD
LG