د لاس رسي وړ اتصالات

سیاسي ناکراریو د احمدي نژاد موقف کمزوری کړیدی


سیاسي ناکراریو د احمدي نژاد موقف کمزوری کړیدی
سیاسي ناکراریو د احمدي نژاد موقف کمزوری کړیدی

په ایران کې روانې سیاسي ناکرارۍ چې د هغه ملک ولسمشر محمود احمدي نژاد ورسره لاس او ګریوان دی، د ایران د سیاسي سیستم د بقا په اړه یې د کارپوهانو تر منځ پوښتنې پیدا کړیدي.

کارپوهان وایي چې د همدغو سیاسي ناکراریو له وجې د ښاغلي احمدي نژاد موقف کمزوری شویدی.

کله چې دوه کاله وړاندې محمود احمدي نژاد د دویمې دورې لپاره ولسمشر وټاکل شو، د ملک د ځینو جګپوړه محافظه کاره سیاسي او مذهبي څیرو سره د قدرت پر سر ستونزې راپیدا شوې.

که څه هم چې د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامینایي او د هغه همکارانو د 2009 کال په جنجالي انتخاباتو کې ښاغلی احمدي نژاد ګټونکی اعلان کړ، خو ورسره یې دا هم ویلي ؤ چې هغه هغومره واک او خپلواکي نلري لکه څومره یې چې دی فکر کوي. کارپوهان وایي چې د ایران مذهبي څیرې به لږ تر لږه ښاغلي احمدي نژاد دیته پریږدي چې په ملک کې د ثبات د ساتلو په موخې خپله د ولسمشرۍ دویمه دوره هم پوره کاندي.

د ایران لپاره د برتانې پخوانی سفیر رچارډ ډلټن وایي احتمال لري چې د 2013 میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به د دغه ملک ملایان دا ځل داسې یو چا ته مخ واړوي چې د جذباتو طرفداره نه وي.

" زما په نظر داسې یو څوک به وي چې د خپل دریز په خاطر به زیات شهرت ونلري، داسې یو څوک به وي چې اقتصاد او ټولنه په دودیزه توګه اداره کول غواړي او داسې یو څوک به وي چې د خلکو سره داسې ژمنه نکوي چې بیا یې د سرته رسولو توان ونلري او یا د سرته رسولو وړ نه وي. "

خو ښاغلی ډلټن او نور کارپوهان پدې باور دي چې د احمدي نژاد د ستونزو له وجې به په ایران کې د اصلاحاتو لپاره لار خلاصه نشي. په لندن کې میشت د امنیتي چارو کارپوهه میرمن مستا رحیمي وایي چې د لویدیځو هیوادونو څارونکي باید داسې ونه انګیري چې ګواکې په ایران کې سیاسي ناکراري د دغه ملک کمزورتیا ده او یا دا چې د دغو ناکراریو له وجې به په ایران کې اصلاحات رامنځته شي.

" په ایران کې د سیاسي اصلاحاتو لپاره څو کاله د مخه یوه موقع وه خو زما په فکر که چیرته دا کار کیدونکی وی نو پکار ده چې په همدې روان کال کې د وخته باید چې شوی وی. د ایران حکومت وکړی شو چې په ملک کې د ډیرو غټو نارامیو او مظاهرو چاره وکړي او زما په نظر د مصر او تونس په شان ستر بدلونونه په ایران کې نشي کیدلی. "

میرمن مستا رحیمي وایي هغه ځوانان چې د ایران د شنه انقلاب ملاتړ یې کاوه، پدې تیرو څو میاشتو کې یې داسې ښودلې ده چې هغوي په ایران کې د غټو سیاسي بدلونونو د راوستلو نه تیر شویدي. هغه وایي زیات شمیر هغو ځوانانو چې په 2009 کال کې لارو او کوڅو ته راوتلي ؤ او غوښتل یې په ملک کې بدلون راولي، اوس داسې ښکاري چې د خپلو هڅو نه په تنګ شویدي. او بله ده چې زیات شمیر ځوانان اوس د دې پر ځای چې په ملک کې بدلون راولي، وطن پریږدي او نورو هیوادونو ته مهاجر کیږي.

XS
SM
MD
LG