د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: د اعتدال لاره به غوره کړم


د ایران نوی منتخب ولسمشر حسن روحاني د دوشنبې په ورځ وعده وکړله چې د اعتدال لاره به غوره کړي. هغه دا وعده هم وکړله چې د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې به ډیره ازادي او شفافیت رامنځ ته کړي خو په عین وخت کې یې د ایران د سختدریځو پلوي هم وکړله چې د ایران په اټمي پروګرام کې د یورانیمو غني کول په ټپه نه دروي .

د ښاغلي روحاني لومړي خبري کنفرانس ته غربي نړۍ په دې نظر ګوري چې ګوني دهغه حیرانوونکې کامیابی به ددغه هیواد د اټمي پروګرم په هکله د تشنج د کمولو او خبرو اترو لپاره نوې لارې پرانیزي.

د ایران نوی منتخب سوی ولسمشر حسن روحآنی خپله کامیابي په داسي حآل کې ولمانځله چی دهغه په زرګونو پلویانو د ایران پرسړکونو خوشالۍ کولې. ښاغلی روحاني دخپلو خبرو په ترڅ کې په دې اړه وویل چې دا کامیابي په اصل کې پرافراطیت باندې غلبه ده.

روحاني د یکشنبې په ورځ د ایران د انقلاب دموسس ایت الله روح الله خمینی زېارت ته چې دتهران په جنوب کې پروت دی ورغی.

دهغه دې کارته په دې نظر کتل کېږي چې چې نوموړی به د 1979 م کال د اسلامي انقلاب اهدافو او مقاصدو ته وفاداره وي.


په دغه ځای کې زښتو ډیرو خلکو چې شورماشور یې جوړ کړی و دهغه انتظارکاوه. ښاغلي روحاني په ټولټاکنو کې له بري نه وروسته د لومړي ځل لپاره وویل چې د ده دانتخاباتو کامیابي د بدلون اواصلاح لپاره ده.

"آنشاءالله دا نوي انکشافات به دبدلون پېل وي، هغه بدلونو نه چې خلک یې غواړي . په دغو بدلونو کې البته په اقتصادی ، کلتوري، ټولنیزو او سیاسي برخو کې بدلونونه شامل دي. ".

د ایران د چارو یو شمېر تحلیل کوونکي د روحاني کامیابي په ایران کې دخلکو له خوا نه د محافظه کارانو اوسختدریځو دپالیسیو ردول بولي.

ښاغلي روحاني لوړه وکړله چې له نړیوالې ټولنې سره به خپلو اړیکو ته انکشاف ورکړي که څه هم دایران ستر روحاني مشر ایت الله علي خامنه يي په ستراتیژیکو مسایلو کې چې په هغو کې داټمي پروگرام مسله هم شامله ده د وروستۍ فیصلی حق لري.
XS
SM
MD
LG