د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: د ایران د اټمي جنجال د حل رېښتینی فرصت شته


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي د ایران د اتومي پروګرام د جنجال د حل لپاره ریښتینی فرصت شته دی.

کرملین د دوشنبې په ورځ په ېوې اعلامیې کې ویلي دي چي ښاغلي پوتین دغه څرګندونې د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره په ټیلفون کي د خبرو پر مهال کړیدي.

په اعلامیه کي دا هم ویل شوي چي د ایران ولسمشر ښاغلي روحاني د اتومي جنجال د حل لپاره د روسیې هڅې ستایلي دي. روسیه دنړۍ د هغو شپږ قدرت لرونکیو هیوادونو په ډلې کې شامله ده چې د ایران سره د اتومي جنجال د حل لپاره لارې چارې لټوي.


د همدې میاشتې په سر کې هم ایران او د نړۍ همدا شپږ قدرت لرونکي هیوادونه سره جرګه شوي ؤ خو د حل کومه لاره یې ونشوای موندلای.

تهران تل پدې ټینګار کړی چي اتومي پروګرام یې یوازي د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو غربي او یو شمیر نور هیوادونه بیا اندیښنه لري چي ایران په پټه اتومي وسلې جوړوي.

تمه کیږي چې په همدې روانې اوونۍ کې به د ایران د اتومي پروګرام پر سر خبرې په ژنیو کې پیل شي.
XS
SM
MD
LG