د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د روسیې اېس-۳۰۰ توغندی وآزمایه


ایران کې رسنیو خبر ورکړی چې ددغه هېواد پوځیانو د اېس-۳۰۰ ډوله دفاعي توغندي په بریالي توګه آزمویلي دي.

د ایران رسمي خبري آژانس "ایرنا" خبر ورکړی چې یاده آزموینه د "دماوند" په نامه د پوځي تمریناتو د یوې برخې په توګه ترسره شوې ده.

په راپورونو کې راغلي چې دغه راکټي دفاعي سیسټم به د توغندیو په ګډون په هوا کې یو لړ نور اهداف په نښه کړي دي.

د اېس-۳۰۰ توغندي د دوه سوه کیلو مترو په واټن کې ګڼې نښې ویشتلې شي.

د ایران دولتي ټلویزیون هم د راکټونو د توغولو انځورنه خپاره کړي دي.

د ایران د هوايي ځواکونو قوماندان، جنرال فرزاد اسماعیلي ویلي: "دا په لوړه ارتفاع کې د دښمن لپاره یو وژونکی سیسټم دی او وړې بې پیلوټه الوتکې، بالیسټیک او کروز توغندي په نښه کولې شي."

روسیې په ۲۰۱۶ کال کې ایران ته د اېس-۳۰۰ راکټونه وسپارل.

ایران ددغه پرمختللي دفاعي سیسټم د رانیولو لپار په ۲۰۰۷ کال کې د ۸۰۰ میلیون ډالر په ارزښت له روسیې سره تړون لاسلیک کړی و. خو روسیې د امریکا او اسرائیلو د سختو نیوکو له کبله د څو کلونو لپاره ایران ته ددغو توغنديو له سپارلو ډډه وکړه.

تیر کال د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تهران د اټومي پروګرام پر سر تر معاملې وروسته او د ځېنو بندیزونو په لرې کېدو، ایران وتوانېد چې دغه دفاعي سیسټم ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG