د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران باندې نور بندیزونه هم ولګیدل


اروپایي ټولنې او کاناډا د ایران د انرژۍ، بهرنۍ سوداګرۍ او د بانکونو په سکتور باندې نوي بندیزونه ولګول.

د دغو بندیزونو هدف په ایران کې د تیلو او ګازو د تجارت په برخې کې د پانګې اچونې مخه نیول دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې میرمن کترین آشتن ویلي دي چې د دغو نوو بندیزونو په اساس به د ایران مشرانو ته دا پیغام ورسیږي چې د هغوي اتومي پروګرام د زیاتې او جدې اندیښنې سبب شویدی. هغې دا هم ویلي دي چې په بندیزونو سره د ایران د اتومي پروګرام جنجال نه حل کیږي او زیاتوي چې د اروپایي ټولنې هدف اوس هم د پخوا په شان دی او هغه دا چې ایران دیته وهڅوي چې مذاکرې ته غاړه کښیږدي.

XS
SM
MD
LG