د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي ساینسپوه یې له واشنگټن نه راستنیږي


ایراني مقامات وايي یو ایرانی ساینس پوه چې یو کال مخکی په عجیب او غریب ډول ورک شوی ؤ او بیا په واشنگټن کی راښکاره شو، اوس بیرته خپل هیواد ته د ورستنیدلو په حال کی دی.

د ایران دولتی اژانسونو د شهرام امیری په نامه دغه ساینس پوه دیوه علمی پلټونکي او د ملک اشتر د پوهنتون د استاذ په توگه معرفی کړ او وايي چې پروسږکال نوموړی سعودی عربستان ته د حج د ادا کولو په نیت تللی ؤ او هلته وتښتول شو .

خو امریکایي مطبوعات او خبري سرچینی وايي چې امیری په خوښه امریکا ته راغلی ؤ چې امریکایی مقاماتو سره د ایران داتومی پروگرام په باب دمعلوماتو په راټولولو کی مرسته وکړی.

خو د هغه د ورکیدلو صورت حال په دی توگه تشریح کیدلی شی. د کال ٢٠٠٩ د جون په میاشت کی په سعودی عربستان کی یو دم لادرکه شو.

دننه دپاسه دوه زره میلادی په ډیسمبر کی دایران خارجه وزیر منوچهر متکی په امریکا باندی تور ولگوه چې امیری یی تښتولی دی.

سږ کال په مارچ کی دابی سی تلویزون راپور ورکړ چې امیری امریکا ته را تښتیدلی دی.

خو په یوه ویدو کی نوموړی ښودل کیږی چې وايي زه په زور تښتول شوی یم او بیا همدغه سړی په یوه بله ویدیو کی راښکاره شو او ویې ویل چې امریکا ته په خپله خوښه راغلی دی او غواړی چې خپل علمی مطالعات سر ته ورسوی.

د دوشنبې په ورځ همدغه سړی په واشنگټن کې د پاکستان په سفارت کی را ښکاره شو او لږ وروسته ایرانی مقاماتو اعلان وکړ چې شهرام امیری بیرته ایران ته راروان شوی دی.

د پاکستان سفارت په واشنگټن کی دایران گټی ساتی.

د امریکا دخارجه وزارت ویاند پی جی کرولی نن وویل چې په دی اړه هیڅ معلومات نه لری چې وښیی چې په امریکا کی دی د نوموړي ایرانی ساینس پوه سره چا بده رویه کړی وی خو دا خبره یی وکړه چې امریکایی مقاماتو د امیری سره تماس ساته.

XS
SM
MD
LG