د لاس رسي وړ اتصالات

سنیانو ته د سپکاوي له کبله د ایران تلویزون مدیران ګوښه کړل شول


ایرانی مداح احمد قدمي چې اهل سنت ته یې سپکاوی کړی و
ایرانی مداح احمد قدمي چې اهل سنت ته یې سپکاوی کړی و

د ایران دولتي تلویزیون د خپلې یوې شبکې دوه مدیران د یوې ژوندۍ خپرونې پر سر له کاره گوښه کړل چې په کې سني مذهبو ته سپکاوی شوی و.

د ایران د دولتي تلویزیون یوه اعلامیه وایي دغه کسان د پنځمې تلویزیوني شبکې مشران وو چې د می د میاشتې په ٢٠ یې د امام حسن ابن علي د کلیزې په اړوند ژوندۍ خپرونه درلودله.

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا په وینا ددې خپرونې په ترڅ کې یو "مداح" احمد قدمي د یوې مدحې د ویلو په ترڅ کې "سني مذهبه مسلمانانو ته سپکاوی وکړ."

ایرنا د دولتي تلویزیون د مشر عبدالعلي علي عسکري له خولې وایي "دې سهوې ته په پاملرنې، په ناڅاپي توگه ددغو خبرو خپرولو د اهل سنت وروڼه، خویندې او علما خپه کړي او باید ژر تر ژره د شبکې مدیر او د خپرونې مدیر له کاره گوښه کړای شي."

له دې دمخه د ایران د صدا او سیما مرستیال سید مرتضی میرباقري ددغه سپکاوي ډکې خپرونې د خپریدو په خاطر د اهل سنت علماو نه بخښنه غوښتې او ویلي دي چې ددې تلویزیون مشر پرودیوسر، د پروگرام مدیر او د ویدیو څارونکی هم له کاره ایستل شوي دي.

د ایرنا اژانس په حواله "احمد قدمي نومی مداح چې اهل سنت ته د سپکاوي او بیا پر هغه باندې د انتقادونو وروسته توقیف شوی و د یکشنبې په ورځ (می ٢٦) په ضمانت خوشې شوی دی.

ایران اکثریت شیعه میشته هیواد دی او سونیان ددې هیواد د ٨٢ زمیلیونه نفوس ١٠ فیصده جوړوي. د ایران سني مذهبه علما او مشران ادعا کوي چې پدې هیواد کې تر فشار لاندې دي او پرې محدویتونه لگول شوي دي.

XS
SM
MD
LG