د لاس رسي وړ اتصالات

بریټانیه د ایران سره د شخړو د کمولو هڅه کوي


د تېلو د کښتیو د نیول کېدو پرسر د تهران او لندن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي
د تېلو د کښتیو د نیول کېدو پرسر د تهران او لندن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي

د تهران او لندن ترمنځ د دواړو لورو له خوا د تېلو د کښتیو د نیول کېدو پر سر اړیکې ترینګلې شوي دي.

ایران وایي، د نیول شوې بریتانوۍ کښتۍ ټوله ۲۳ عمله مصؤنه او روغتیایي وضعیت یې ښه دی، خو لندن د تهران له خوا د دې کښتۍ نیول کېدل غندلي او ویلي یې دي چې کښتۍ د عمان په اوبو کې قانوني فعالیت کاوه.

د بریتانیې صدراعظمه تریزا مې د دوشنبې په ورځ په یوې بیړنۍ غونډه کې د امنیتي چارو د وزیرانو او امنیتي چارواکو سره د ایران له خوا د بریتانوۍ کښتۍ د نیول کیدو د حل په لارو چارو باندې خبرې وکړې.

د بریتانیې د دفاع وزیر توبایس الوډ د ایراني ځواکونو له خوا د کښتۍ د نیول کیدو له امله د ایران سره د لانجې د هوارولو خبره یو ځل بیا تکراره کړه. ښاغلي الوډ د سکای نیوز سره په مرکه دا پیښه د دښمنۍ یو عمل بللی او ویلي چې باید د دې مسلې د حل هڅه وشي.

د بریتانیا حکومت په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د دې قضیې په اړه په لوړه کچه د بېړنۍ شورا دوه غونډې کړي.

د لومړي غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزیر هنټ وویل، تهران په "خطرناکه لاره" روان دی او په وړاندې یې د سنجول شوي خو د سخت اقدام ګواښ وکړ. له دوهمې غونډې وروسته هنټ وویل، بریتانیا غواړي چې ترینګلتیا راکمه کړي.

خو ایران خبرداری ورکړی چې د خلیج په اوبو کې د بریتانیا د درول شوې بېړۍ برخلیک په څېړنو پورې تړلی دی.

دا بېړۍ د جمعې په ورځ له ۲۳ سورلیو سره د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له خوا په هُرمز تنګي کې ودرول شوه.

په یوې غږیزې محاوره کې چې د 'دریاد کلوبل' له خوا خپره شوې یو بریتانوی سمندري افسر غږ اوریدل کیږي چې وایي د تیلو دغه کښتۍ په نړیوالو اوبو کې گرځي او د دې کار ازاده حق لري. او "که چېرې ستاسو مخه نیول کیږي مونږ سره یې تائیده کړئ."

خو ایرانی افسر کښتۍ ته د لارې د بدلولو امر ورکوي او د کښتۍ عملې ته وایي "که د امر اطاعت وکړي مصونه به پاتې شئ."

دا پېښه څو ورځې وروسته له هغه شوې چې د جبلالطارق په ابنا کې د بريتانیا شاهي سمندري پوځ د ایران یوه لویه تېل وړونکې بېړۍ له سورلیو سره یوځای ونیوله. سپاه پاسداران هماغه وخت ګواښ کړی و چې یوه بریتانوي بېړۍ به نیسي.

بریتانیا همدارنگه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه استولي لیک کې چې کاپي یې رسنیو ته رسېدلې ویلي کله چې ایراني ځواکونه دغې کښتۍ ته نږدې شول هغه د عمان په اوبو کې وه.

خو ایران وایي چې، د تېلو دغه کښتۍ یې وروسته له هغې ونیوه چې له یوې کب نیوونکې ایرانۍ کښتۍ سره یې ټکر وکړ.

XS
SM
MD
LG