د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد د خبرو په اړه نوي شکونه راپیدا کړل


احمدي نژاد د خبرو په اړه نوي شکونه راپیدا کړل
احمدي نژاد د خبرو په اړه نوي شکونه راپیدا کړل

کومی تبصری چې نن د جهارشنبی په ورځ داېران جمهور رئیس وکړې، د لوېدیځو قدرتونو او ایران تر منځ یې د احتمالی خبرو په باب یو لوړ پوښتنې راپورته کړي دي.

ښاغلي احمدی نژاد د ایران په مرکزي ښار قزوېن کې نن یوې غونډې ته په وېنا کې ووېل چې اېران به دخپل هغه حق په اړه دچا سره خبري ونه کړي چې د اتومي تکنالوژئ د حاصلولو لپاره یې لري.

دملگرو ملتونو دامنېت دشورا پنځه داېمی غړي او المان چه دپنځو جمع ېو په نامه ېادېږی کوښښ کوی چه داېران دجنجال څخه ډک اتومی پروگرام په باب داېران دحکومت سره خبری شروع کړی.

پرون داېران حکومت اعلان کړی ؤ چې د روانی مېاشتی په اخېرکې او ېا د بلې مېاشتې په شروع کی اېران ددغو خبرو لپاره چمتو دی.

د ایران حکومت په دې اړه یو وړاندیز د اروپايي اتحاد دخارجی سېاست مسوولې مېرمن کاترېن اشټن ته ورلېږلی دی خو ایراني مقاماتو وویل چې په دغه وړاندېز کی دغنی شوو ېورانېمو په بدل کی دکمزرو یورانېمو د اخېستلو مسله شامله نه ده.

د امریکا د خارجه وزارت یو ویاند پرون اعلان وکړ چې د پنځه جمع شپږ ډله به غالبا په راتلونکو څو ورځو کې د ایران د ځواب په اړه خپله پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG