د نړۍ قدرتونو او ایران، د ایران د ا ټمي پروګرام په هکله دوه ورځنۍ خبرې پیل کړي دي. تازه رارسیدلي ریپوټونه وايي چې په دې خبرو کې پرمختګ ډير سوکه دی.
د لویدیځ یوه ډيپلومات چې د نوم د نه اخیستو په شرط یې خبرې کړي دي ویلي یې دي چې د قزاقستان د الماتا په ښار کې د روانو خبرو په ترڅ کې ایران بیا په دې کې پاته راغی چې د پنځه جمع یو ډلې هیوادونو وړاندیز ته اساسي او واقعي ځوابونه وړاندي کړي.
د اروپايي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې کترین اشټن یوې ویاندې د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه ډله هیله لري چې ایران به په دې خبرو کې هغو وړاندیزونو ته ځواب وړاندي کړي چې دغه هیواد ته د فیبرورۍ په میاشت کې شوي وو. په هغو وړاندیزونو کې دا شامل وو چې ایران به خپل غني شوي یورانیم له مینځه وړي او د اټمي چارو یو مرکز به بندوي. ددغو اقدماتو په بدل کې به نړۍ پر ایران باندي د ځینو تجارتي توکو په هکله نړیوال بندیزونه لیري کړي.
یادشوي ډيپلومات وویل چې ایران د یادشوي وړاندیز د منلو پر ځای پر هغو وړاندیزونو باندي یو ځل بیا ټینګار وکړی چې تیرکال یې په ماسکو کې کړي وو او نتیجه یې نه وه ورکړې.
د پنجشنبې په ورځ د ایران ستر مرکه چي سعید جلیلي د نړۍ د مشرانو څخه وغوښتل چې د غني شویو یورانیمو په برخه کې دي د ایران حق په رسمیت وپېږني.
د ایران د مرکه چي مرستیال علي باغیري خبریالانو ته وویل چې د ایران لوري دا ځل مشخص وړاندیزونه وکړل چې هدف یې د همکارۍ د نوي بهیر پیلیدل دي.
،،د ایران اسلامي جمهوريت نن سهار عملي وړاندیزونه وکړل چې په لړ کې به یې د تیرکال د ماسکو پلان په کوچنۍ پیمانه تطبیق سي.،،
د امریکا متحده ایالات او ملګري هیوادونو یې پر ایران باندي تور لګوي چې د اټمي وسلو د جوړولو دپاره یورانیم غني کوي خو ایران بیا وايي چې اټمي پروګرام یې د سوله یزو مقاصد لپاره دی.
د چارشنبې په ورځ د امریکا یوه لوړ پوړي چارواکي وویل چې د نړۍ مشران غواړي چې ایران دي د دوي وړاندیز ته اساسي او حقیقي ځواب وړاندي کړي.
یادشوي امریکايي چارواکي یو ځل بیا د ولسمشر اوباما د حکومت د ډیپلوماسۍ لارې ته اشاره وکړه خو دا یې هم وویل چې د ایران د اټمي ستونزې سره به د معامله دپاره د هیڅ شي څخه سپما ونشي.