د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د غټو بریدونو مخه نیول شوې


په ایران د دومره غټو بریدونو پلان تر اوسه نه و جوړ شوی
په ایران د دومره غټو بریدونو پلان تر اوسه نه و جوړ شوی

د ایران استخباراتي چارواکي وایي په تهران او د هیواد په ځینو نورو ښارونو یې د غټو بریدونو پلان شنډ کړیدی.

د ارنا سرکاري خبري اژانس په یو راپور کې ویل شويدي چې د ایران په خلاف " تر اوسه د دومره غټو بریدونو پلان نه و جوړ شوی. "

د ایران د استخباراتو وزارت په اعلامې کې ویلي دي چې " تکفیري" تروریستي ډلو پلان درلود چې په راتلونو څو ورځو کې په ایران کې غټ بریدونه وکړي.

په اعلامیې کې د ملي امنیت د شوار د منشي علي شمخاني له قوله ویل شویدي چې " د هیواد په څو ښارونو د بریدنو پلان جوړ شوی و. " ښاغلي شامخاني ویلي دي چې امنیتي ځواکونو دغه بریدونه شنډ کړیدي او " تروریستان" یې د چاودیدونکو موادو او بمونو سره یو ځای نیولي دي.

د ملي امنیت د شورا منشي علي شمخاني همدارنګه ویلي دي چې دا بریدونه د روژې په میاشت کې پلان شوي و.

د ایران دولتي مطبوعات وایي چې د دې دسیسې په تړاو ګڼ شمیر مشکوک کسان نیول شویدي او پوښتنې ترې کیږي.

XS
SM
MD
LG