د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا په ایران او ایران په برتانیا کې خپل سفارتونه پرانیستل


د برتانیان د بهرنیو چارو وزیر د سفارت کارکوونکو ته خبرې کوي.
د برتانیان د بهرنیو چارو وزیر د سفارت کارکوونکو ته خبرې کوي.

برتانیا له څلور کلن څنډ وروسته یو وارې بیا په ایران کې خپل سفارت پرانیست.

څلور کاله مخکې قهرجنو مظاهره چیانو د برتانیا پر سفارت یرغل وکړ او ودانۍ یې وسوځوله چې، له هماغې ورځې راهیسې دغه سفارت تړل شوی و.

برتانیا ویلي و چې پر سفارت یې برید د ایران د لوړ پوړو چارواکو له مشورې او لارښونې پرته ناشونی و.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هاموند تهران ته تللی او هلته یې په رسمي ډول خپل سفارت بېرته پرانیست.

له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا دا لومړی وار دی چې په دومره لوړه کچه یو برتانوی ډیپلومات تهران ته ځي.
په همدې حال کې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر په یوې رسمي اعلامیې کې ویلي چې په یو وخت کې به په لندن کې هم د ایران سفارت بیا پرانیستل شي.

سفارتونه د اوس لپاره د شارزدافیر په کچه چارې ترسره کوي چې وروسته به د لوړې کچې نور ډیپلوماتیک کارونه هم پيل کړي.

ښاغلي هامونډ ویلي چې له ایران سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا عادي کولو لپاره لومړنۍ نښې دوه کاله وړاندې د ولسمشر حسن روحاني په راتګ سره ولیدل شوې.

"د ولسمشر روحاني ټاکل کیدل او د ایران د اتومي پروګرام تړون، دوه مهمې نښې وې. زه په دې باور یم چې موږ دا وړتیا لرو چې وړاندې ولاړ شو.موافقه کول"

د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر سره د سوداګرو یوه ډله هم تللې چې د تهران لندن پر تجارتي اړیکو هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG