د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بندیزونو د ایران اسعاد د ډالرو په مقابل کې راوچول


د امریکا بندیزونو د ایران اسعاد د ډالرو په مقابل کې راوچول
د امریکا بندیزونو د ایران اسعاد د ډالرو په مقابل کې راوچول

د ایران نه رسیدلي رپوټونه وایي چې دوه ورځې وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نویو اقتصادي بندیزونو لایحه لاس لیک کړه چې دقانون بڼه یې غوره کړه،دایران ملي اسعار د ډالرو په مقابل کې ډیر راولیدل چې کیدای شي دایران په مرکزي بانک او مالی نظام باندې اغیزه وکړي.

سوداگرو پرون د دوشنبې په ورځ وویل چې د یوه ډالر ارزښت اولس زره ریاله و چې دپنجشنبی دورځی نه تقریباْ لس فیصده راولیدلی دی.

دامریکا د نویو اقتصادي بندیزونو هدف به هغه مالي مؤسسې وې چې دایران د مرکزی بانک سره راکړه ورکړه لري او که دغه اقتصادي بندیزونه په بشپړه توگه عملي شي نو کیدای شي چې په بین المللي بازارونو کې د ایران د تیلو په خرڅلاو باندی اغیزه وکړي.

دا اقدام دهغه کوښښ یوه برخه ده چې غواړي د تهران هغه قابلیت کمزوری کړي چې هدف یې خپل داتمی او توغندیو دپروگرامونو تمویلول دي.

تمه کېږي چې اروپایې اتحاد ددې میاشتې په پای کې په ایران باندې اضافي اقتصادی بندیزونه ولگوي. احتمال لري پدې کې هغه تیل شامل هم وي چې له ایران څخه یې واردوي.

ایران گواښ کړیدی چې د دارنگو پراخو اقتصادي بندیزونو په ځواب کې به دهورموز تنگی بند کړي چې د خلیج د تیلو د نورو تولید کونکو ملکونو دصادرولو مهمه لاره ده .

د امریکا پنځم نمبر بحریه چې په بحرین کې ځای په ځای ده، وائې اجازه به ورنکړي چې په خلیج کې د بیړیو چلول غیر منظم شي. په عین حال کې ایران وایې چې پرون د دوشنبې په ورځ یې دهورموز تنگي ته نژدې له ځمکی نه سمندر ته د کروز توغندۍ په کامیابۍ سره ازمایښت کړ.

ایران دا هم وایې چې پخپلو لس ورځنیو سمندری تطبیقاتو کې یې دمنځنی واټن توغندۍ پرون دیکشنبی په ورځ له ځمکی نه هوا ته په کامیابۍ سره ازمایښت کړ.

XS
SM
MD
LG