د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد: د لویدیځ سره د خبرو مخالفت نه کوو خو دوي دي رویه بدله کړي


احمدي نژاد: د لویدیځ سره د خبرو مخالفت نه کوو خو دوي دي رویه بدله کړي
احمدي نژاد: د لویدیځ سره د خبرو مخالفت نه کوو خو دوي دي رویه بدله کړي

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وایې چې حکومت ېې دلویدیځو قدرتونو سره د خپل اټمي پروگرام په اړه د خبرو مخالفت نه کوي، خو ور څخه غواړي چې هغوي باېد د اېران په مقابل کې خپله کثیفه رویه بدله کړي.

ښاغلي احمدي نژاد چې نن په جنوبي ولاېت کرمان کې وینا کوله په لوېدېځو قدرتونو باندې یې سختې نیوکې وکړې او تور ېې پرې ولگوی چې هغوي تل ایران سره دسوله اېزو خبرو په لاره کې خنډونه اېجادوي.

احمدي نژاد وویل چې د امرېکا او اروپایې اتحاد اقتصادي بندېزونه به اېران د خپلې لارې ونه اړوي. اروپایې اتحاد وړمه ورځ د ایران د خامو تیلو په وارداتو باندې بندېز ولگوه.

لوېدېځ هیوادونه پرایران تور لګوي چې داټم په جوړولو باندې کار کوي خو داېران حکومت انکار کوي او وایې چې ېواځې د سوله اېزو مقاصدو لپاره ېې اتومي پروگرام فعاله کړی دی.

د روېټرز خبري اژانس نن د ساینس او نړېوال امنیت د انستیتوت د ېوه تازه راپور په حواله راپور ورکړ چې ددې خبرې ډېرکم امکان لېدل کېږي چې اېران به دومره ژر اټمي بم جوړ کړي ځکه چې ترواسه پوري دغه هیواد ددې استعداد او توان نه لري چې په پټه توگه او چټکۍ سره د بم دجوړولو لپاره د اعلی درجې غني شوي ېورانیم تېار کړي.

XS
SM
MD
LG