د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني. امریکایان به په بد او بدتر کې یو کاندید ته رای ورکوي


د نړۍ د بیلو بیلو ملکونو مشرانو د امریکا د انتخاباتو په هکله بیل بیل نظرونه څرگند کړي دي. سره له دی چې د دغه سیاسي مشرانو په خپلو هیوادونو کې د مدني او بشري حقوقو وضع خرابه ده. ځیني مشران د امریکا په انتخاباتو او جمهوري ریاست د مقام په کاندیدانو انتقاد د پروپیگنډ دپاره کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په ارک ښار کې په یوې ټلوژني وینا کې وویل چې هغه د امریکا په انتخاباتو کې یو کاندید هم غوره نه گڼي. هغه وویل چې امریکایان باید په دوو کسانو کې یو انتخاب کړي چې یو یې بد دی او بل یې بدتر دی. هغه وویل

"تاسو انتخاباتي مناظرې کتلي دي. دغه دواړه کاندیدان څنگه خبري کوي او څنگه په یو بل پسي خندا او ملنډي کوي. ایا مونږ داسي دیموکراسۍ غواړو ؟ مونږ داسي انتخابات غواړو ؟ "

ښاغلي روحاني زیاته کړه چې امریکا ادعا کوي چې د ٢٠٠ کلونو راهیسي یې په ملک کې د دیموکراسۍ نظام نافذ دی. خو اوسنی حالات ښیی چې په دغه ملک کې د اخلاقي اصولو لپاره هیڅ ځایي نشته.

د یادوني وړ ده چې روحاني سږ کال په نیویارک کې د سپتمبر په میاشت کې د ملگروملتونو په عمومي غونډه کې گډون وکړ. د هغه نه چې کله دا تپوس وشو چې د امریکا په انتخاباتو کې د کوم یو کاندید ملاتړ کوي نو هغه وویل چې زه په بد او بدتر کې چا ته ترجیح ورکړم؟

د ایران دولتي ټلوژن د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوه مناظرې په مستقیمه توگه خپری کړی. د ایران مطبوعات د امریکا انتخابات تعقیبوي او په خاصه توگه په امریکا کې اقتصادي او د ټولنیز مسایلو په هکله تبصري کوي.

په ایران کې په ٢٠١٧ کال کې د جمهوري ریاست انتخابت کیږي او روحاني په قانوني توگه کولی شي چې د دوهم ځل لپاره هم د جمهور رئیس مقام ته پان کاندید کړي.

XS
SM
MD
LG