د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د امریکا سره بې له شرطه خبرو ته تیار یو


ایران: د امریکا سره بې له شرطه خبرو ته تیار یو
ایران: د امریکا سره بې له شرطه خبرو ته تیار یو

اېران واېې چې امریکا ته ېې دا خبره په ډاگه کړې چې اېران چمتو دی چې بې له کوم شرط نه د امرېکا سره خبرې وکړي. اېران واېې چې په منځني ختېځ کې ېې د ځېنو نورو هیوادونو نه هم غوښتلي چې په اوسنۍ خطرنه ناکې وضعې کې دي د ایران په چارو کې لاس وهنه نه کوي.

د اېران د بهرنېو چارو وزېر علي اکبر صالحي دغه تبصره نن انقرې ته دخپل سفر پر مهال وکړه.

پرون د ولسمشر اوباما حکومت اعلان وکړ چې متحده اېالات چمتو دی چې د اېران د جنجالی اټمي پروگرام په هکله جدي خبرې وکړي خو په دې شرط چې اېران هم په ښکاره توگه ددغو خبرو پیلولو لپاره په جدي ډول چمتوالی وښېې.

دامرېکا د باندنیو چارو وزارت وېاندې مېرمن وېکټورېا نولانډ خبرېالانو ته وویل چې اوس داېران خوښه ده چې دملگرو ملتونو دامنیت شورا دپنځو دایمي غړو سره دخپل اټمي پروگرام د لانجې د حل لپاره خبرو ته غاړه کږدي او که نه.

دواړو خواو یو کال مخکې خبرې کړې وې . دامنېت د شورا د داېمي غړو په هېت کې کې امرېکا، برېتانیه،فرانسه، چین، روسیه او جرمني شامل دي.

داېران ېوه مشر پرون دچهارشنبې په ورځ ووېل چې دامرېکا ولسمشر بارک اوباما داېران مشرانو ته ېو لیک استولې و او د مستقېمو خبرو غوښتنه ېې ورنه په کښي کړې وه.

خو د اوباما حکومت لا تر اوسه پوري د اېراني سېاست پوه ددغې ادعا په هکله څه تبصره نه ده کړې.

د سپېنې ماڼۍ وېاند جې کارني پرون وویل چې که هر ډول لیکونه او پېغامونه د اېران مشرانو ته په شخصي توگه واستول شوي ، دهغو وینا گانو سره به توپېر نه لري چې مونږ ېې داېران په هکله په ښکاره خبرو کې کوو او زمونږ موقف دا دی چې د اېران داټمي پروگرام په سر دراپورته شوي جنجال د رفع کولو لپاره ېواځېنۍ لاره همدغه د څو اړخېزو خبرو لاره ده چې اېران ېې باېد دنړېوالې ټولنې سره پیل کړي.

په اېران باندې د امریکا او په اصطلاح دامریکا د نړېوالو انډېوالانو فشار ډیر زېات شوی دی چې باید په جدي توگه د خپل اټمي پروگرام په اړه ورسره خبرو ته کښیني.

ښاغلي صالحي وویل چې مذاکرات به ښايي په استامبول کې وشي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت واېې چې په دې اړه یې ترواسه پوري مشوره نه ده کړې چې ددغو د مذاکراتو بل روند کله پیل شي.

XS
SM
MD
LG