د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د امریکا بندیزونه د ایران په خلاف ((رواني جګړه)) ده.


ایران: د امریکا بندیزونه د ایران په خلاف ((رواني جګړه)) ده.
ایران: د امریکا بندیزونه د ایران په خلاف ((رواني جګړه)) ده.

ایران د امریکا نوې لګول شوي بندیزونه رد کړه. ایران دغه بندیزونه، چې هدف یې د ایران حکومت دی او د دغه ملک مرکزي بانک دی د ((رواني جګړې)) وبلل.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نن وویل چې ایران د امریکا سره هیڅ کومه راکړه ورکړه نه لري او دغه بندیزونه به کومه اغیزه و نه لري.

پرون د امریکا جمهور ریس، بارک اوباما د یوه اجراییوي فرمان په ترڅ کی امریکایي بانکونو ته د دې صلاحیت ورکړ چې د ایران د حکومت شتمنۍ کنګل کړي.

ښاغلي اوباما د ایران د مرکزي بانک د غولونکو اعمالو -- چې تجارتي معاملې پټوي -- یادونه وکړه. هغه همداراز د هغه دوامداره او د نه منلو خطر چې د ایران د فعالیتونو لخوا نړیوال مالي سیستم ته متوجه کوی هم یادونه وکړه.
د امریکا متحده ایالات او اروپایي اتحادیې د ایران په مرکزي بانک او د تیلو په صنعت باندې په ورسیتو څو اوونیو کې د سختو اقتصادي بندویزونه لګولو اعلان کړي دي. دغه اقدامات د دې لپاره سوي دي چې په ایران فشار واچوي چې د خپل یورانیمو د غني کولو د پروګرام نه چې د دواړو پوځي او ملکي موخو لپاره استعمالیدلي شي بند کړي.

ایران وایي چې اټمي پروګرام یې سوله اییزې موخې لري.

سپینې ماني بیا د دوشنبې په ورځ وویل چی بندیزونو د ایران په اقتصاد باندې اغیزه کړه او د دې سره یې مرسته کړي چې د ایراني مشرانو تر منځ اختلافات لا پسي ډیر کړي.

XS
SM
MD
LG