د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا جنګي بېړۍ ته ورته یوه کښتۍ جوړه کړې 


ایراني پوځیانو ویلي که په خلیج کې یې امنیت وګواښل شي دوي به د امریکا جنګي کښتۍ له منځه یوسي.
ایراني پوځیانو ویلي که په خلیج کې یې امنیت وګواښل شي دوي به د امریکا جنګي کښتۍ له منځه یوسي.

د سپوږمکۍ انځورونه ښکاره کوي چې ایران د امریکا جنګي بېړۍ ته ورته یوه لویه کښتۍ جوړه کړې او د هرمز تنګي ته یې استولې ده.

تهران چې په خلیج کې د امریکا او د لویدیځو هېوادونو د کښتیو له شتون سره مخالفت کوي تل یې د هرمز په ستراتېژیک تنګي کې پوځي مانورونه ترسره کړي دي. له دغه تنګي نه د نړۍ ۳۰٪ اومه تېل انتقالېږي.

په بحرین کې د امریکا د سمندري قواوو ویاندې ربېکا رېبارېچ ويلي دي: "دوي پدې خبرې نشي کولای چې ایران ددغه ډول کښتۍ په جوړولو سره څه هیله لري."

مېرمن ربېکا ويلي چې دوي "د هر ډول خطر پر وړاندې د خپلو سمندري قواوو پر وړتیا باور لري."

د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ له ۲۰۱۸ کال نه راپدې خوا هغه وخت پیل شو چې د امریکا ولسمشر د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ اټومي معامله ونه منله او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول.

ایراني پوځیانو د اپرېل په میاشت کې وویل چې که په خلیج کې یې امنیت وګواښل شي دوي به د امریکا جنګي کښتۍ له منځه یوسي.

همدارنګه، ایراني چارواکو تل ګواښ کړی چې که د تیلو د انتقالېدو مخه یې ونیول شي او یا یې پر «اتومي مرکزونو» برید وشي نو دوي به د هرمز تنګی وتړي.

په وروستیو کلونو کې کله ناکله په خلیج کې د ایراني او امریکايي پوځیانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې دي. امریکايي چارواکو ویلي چې د هرمز تنګي تړل له "سرې کرښې" تېرېدل دي او امریکا به یې د خلاصولو لپاره لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG