د لاس رسي وړ اتصالات

ایران امریکايي خبریال او درې نور کسان خوشې کړل


ایران وايي څلور ایراني الاصله بهرنیان یې له زندان څخه خوشي کړي او تبادله کړي دي. د ایران چارواکي وايي دا کار یې د دغه هېواد د لوړې امنیتي کمېټې په امر کړی دی.

ویل کیږي چې په خوشې شویو کسانو کې يې یو ایرانی الاصله امریکايي خبریال جایسن رضایان هم شامل دی، هغه په تهران کې د واشنګټن پوست خبریال و چې د جاسوسۍ په تور ونیول شو او بندي شو.

اخوا د ایران د باندنیو چارو وزیرجواد ظریف وايي چې پر ایران باندې نړیوال بندیزونه به نن د شنبې په ورځ لیري شي. همدا نن د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان د ایران د اتومي پروګرام په هکله خپل وروستی رپوټ خپروي.

ښاغلي ظریف داسې وویل"د اتومي موافقې پر اساس، د اتومي انرژۍ د سازمان د رپوټ د خپرېدو وروسته چې د موافقې د تطبیق په برخه کې د ایران اقدامات تاییدوي، مونږ تمه لرو چې موافقه هم په عین ورځ تطبیق شي."

ښاغلي ظریف په خپله ویانا کې د خبري رسنیو سره خبرې وکړې.

هغه هلته د اروپايي اتحاد د استاځې فریدریکا موغیرني سره د ایران د اتومي موافقې د تطبیق په هکله خبرې کوي.

د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان لا تراوسه پوري خپل وروستی رپوټ نه دی خپور کړی.

ټاکل شوې د ایران د باندنیو چارو وزیر او د اروپايي اتحاد استاځې به نن د شنبې په ورځ وروسته د امریکا د باندنیو چارو د وزیر جان کیري سره هم وګوري.

ویل کېږي چې دغه مشران به یو ځای ګډه بیانیه هم خپره کړي.

د ایران د هستوي پروګرام له کبله پر هغه هېواد امریکا او لویدیځو هېوادونو ګڼ اقتصادي بندیزونه لګولي وو .

د ایران د اتومي پروګرام موافقه تېرکال وشو، چې له مخې ایران به د خپل اتومي غني کول بندوي او په بدل کې به یې نړیوال پر تهران لګېدلي بندیزونه لېرې کوي.

XS
SM
MD
LG