د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي د امریکا او اسرایلو اتحاد ته به ماتې ورکړي


د ایران د دفاع وزیر ویلي دي چې ایران د خپلو دښمنانو سره د جنگ سره مخامخ دی او دیته تیار دی چې د هر ډول خطر مخه ونیسي.

د ایران د دفاع وزیر عامر حاتمي د دغه ملک دولتي خبري اژانس ارنا ته وویل: "ایران د هر ډول خطر د مخنیوي لپاره د تر ټولو غوره دفاعي نظامي سسټم لري. د امریکا او اسرایلو اتحاد ته به ماتې ورکړي."

د ایران د دفاع وزیر دا هم وویل چې "مونږ د دښمنانو سره د مکمل جنگ په درشل کې یو".

د ایران د پوځ مشر چې تیره میاشت یې دغه دندې پیل کړیده، وویل: "دا تاریخي لحه ده چې دښمن د خپل ټول قدرت سره د جنگ لپاره میدان ته شویدی. دا د ایران لپاره د تر ټولو زیاته فیصله کونکی وخت دی."

د ایران یو بل لوړپوړي چارواکي رویټرز ته وویل چې ایران د امریکا سره د دپلوماسۍ نه واخله د جنگ پورې، هر ډول حالاتو ته تیار دی. خو امریکا په منځني ختیځ کې د یو بل جنگ توان نه لري.

د اسرایلو صدراعظم بنجمن نتن یاهو اعلان کړیدی چې اسرایل به د امریکا سره یو ځاې د ایران خلاف جنگیږي.

نتن یاهو وویل: "مونږ د ایران د یرغل د مخنیوي په خاطر متحد یو. اسرایل، د سیمې او د نړۍ هغه ټول ملکونه چې امن غواړي باید د ایران ضد د امریکا سره ودریږي."

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په مسکو کې له خپل سیال سرګې لاوروف سره په خبرو کې ویلي که څه هم د ایران د اتمي پروګرام په اړه توپیرونه موجود دي خو امریکا د ایران سره جګړه نغواړي.​

د امریکا لخوا سیمې ته د جټ الوتکو او مجهزه پوځي بیړۍ د لیږد نه وروسته د دواړو ملکونو اړیکې سختې خرابې شویدي او یو بل ته پرله پسې اخطارونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG