د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانۍ سوک وهونکې ولې بېرته خپل هېواد ته نه ځي


صدف خادم

په فرانسې کې هغه لمړنۍ ایرانۍ ښځې چې د سوک وهنې په مسابقو کې برخه اخلي، خپل ملک ایران ته د بیرته تگ فیصله هغه وخت لغوه کړه چې د ایران حکومت د هغې د نیولو امر وکړ.

د ایران سوک وهونکې صدف خادم د فراسې د لوبغاړې ان شووین نه یوه لوبه گټلې ده.

د ایران سوک وهونکې صدف خادم ویاند د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د ایران حکومت د صدف د گرفتارۍ امر کړیدی خو د ایران حکومت دغه تور ردوي.

د صدف ویاند وایي چې حکومت نه یواځې د صدف خو د هغې برسیره یې د هغې د روزونکو او د لوبو د منتظم ماهیار منشي پور د نیولو امر هم کړیدی.

د یادونې وړ ده چې ماهیار منشي پور چې په ایران کې ځیگیدلې او د فرانسې اوسیدونکې دی، د سوک وهنی نړیوال اتل پاتی شوی.

ښاغلي منشي د هغې نه وروسته چې د ایران حکومت ښځو ته د سوک وهنې په لوبو کې د برخې اخیستنې اجازه ورکړه، د دغو لوبو د ترسره کولو انتظام وکړ.

ایران وایي چې د دغه خبر په خپرولو کې د سعودي عربستان لاس دی او وایې چې دا نیت نه لري چې صدف به نیسي.

د فرانسې د بهرنو چارو وزارت تر اوسه پورې په دغه اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG