عراق د دوشنبې په ورځ د اسلامی دولت د وسله والو نه د ال انبار د ایالت د بیرته نیولو دپاره تعرضي عملیات اعلان کړل. د اسلامي دولت وسلوالو د رمادي او فلوجا په شمول پراخه سیمه نیولې ده.
په دغه بیان کې چې په تلویزیون خپور شو، ویل شویدي چې په دغو عملیاتو کې د عراق قواوې اوهمدغه راز سني او شیعه جنگیالي شامل دي.
د می په میاشت کې د هغه وخت راهیسې چې د اسلامي دولت ډلې رمادي نیولی د عراق د حکومت هڅه داده چې ال انبار بیرته ونیسي . ځکه چې د عراق د پوځ په وړتیا باندې ډیر سوالونه راپورته شویدي.
رمادي، د بغداد نه ١٢٥ کیلومتره لیرې غرب خوا ته واقع دی. پرون د یکشنبې په ورځ په دغه ایالت کی د بم څو چاودنې وشوې، لږ تر لږه ٢٩ کسه په کې ووژل شول، او د اتیاوو نه زیات زخمیان شول. سمدستی هیچا د دې حملو مسولیت په غاړه نه دی اخستی ، پخوا د یو لړ دغسی حملو پړه په اسلامی دولت ډلې اچول شویده.
افراطیانو د تیر کال په اوږدو کې د عراق شمالي او مغربي برخو کې ډیرې سیمې قبضه کړې وې. د دوي د راتگ او پرمختگ سره په سیمه کې د ملکي او نظامي خلکو د مرگونو شمیر هم زیات شویدی. په کال ٢٠١۴ کې چې څومره مرگ ژوبله په عراق کې شوې هغه د کال ٢٠١٣ د تلفاتو نه سلو کې دوه اتیا زیاته ده. د کال ٢٠١٣ د تشدد اندازه د کال ٢٠١٢ نه هم دوه چنده زیاته وه.
تر اوسه په کال ٢٠١٥ کې چې یو خوا د عراق پوځ د یاغیانو د نیول شو منطقو د نیولو کوشش کوي او ورسره د امریکا په مشرۍ ایتلاف ورسره د هوايي بمبار په وسیله مرسته کوي او د اسلامي دولت ډلې مرکزونه په نښه کوي.
د روان کال د جون د میاشتې په جریان کې د ملگرو ملتو د احصاېې په اساس قریب اووه زره اته سوه کسان وژل شویدي. چې دا د تیر کال د جون د میاشتې د شپږ سوو کسانو د شمیر نه په کراتو زیات دی.