د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې بله چاودنه شوې


عراقي چارواکي وایي، نن د یکشنبې په ورځ بغداد ته نژدې د بم دوه غبرگې چاودنې وشوې، دوه کسه په کې ووژل شول او څو کسه نور زخمي شول. ددې حملو نه یوه ورځ مخکې د دیرشو نه زیات کسان په عراق کې ووژل شول.

دغه وروستۍ پیښه د بغداد جنوب ختیځ پلو ته د مادین په ښارگوټي کې شویده. پرون په عراق کې په یو لړ چاودنو او ډزو کې لږ ترلږه 31 کسه ووژل شول چې اکثره په کې شیعه زایرین وو.

د ټولو نه مرگانۍ حملې په بغداد کې وشوې. یوه چاودنه په یوه بازار کې او بله د سرویس موټرو په یوه تم ځای کې وشوه په چاودنو کې د 15 نه زیات خلګ ووژل شول او لس گونه نور ټپیان شول چې زیاتره په کې ماشومان وو. دغو مرگانیو حملو د لوي اختر په رخصتیو کې امن او کراري گډوډه کړه.

تر اوسه پورې هیچا ددغو حملو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG