د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه له عراق غواړي د داعش ۳ فرانسوي جنګیالي اعدام نکړي


فرانسه وايي د اعدام د سزا خلاف دي

فرانسوي چارواکي وایي د هغو دریو فرانسویانو د اعدام د مخنیوي لپاره به لازم اقدام وکړي چې د داعش په لیکو کې د جنګېدو په تور محکوم شوي دي.

بغداد دغو دریو کسانو ته د مرګ سزا اورولې ده، خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې فرانسه په هر وخت او هر ځای کې د اعدام د پالیسۍ خلاف ده.

فرانسوي چارواکي وايي چې دغو دریو کسانو ته به د حقوقي مشورو د ورکولو امکانات برابروي. هغوی ۳۰ ورځې وخت لري چې د محکمې د پرېکړې پر ضد اعتراض وکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي هغوی په بشپړه توگه د عراق د حقوقي او نورو بنسټونو خپلواکۍ ته درناوی لري او د عراق او سوریې په جګړو کې یې نیول شويو اتباعو ته باید سزا ورکړل شي، خو د اعدام د سزا خلاف دي.

د امریکايي ځواکونو له ملاتړه برخمنو سرتېرو دا درې فرانسویان، چې کوین ګوناټ، لیونارډ لوپس او سلیم ماچو نومیږي، په سوریې کې ونیول چې بیا عراق ته د محکمې لپاره واستول شول.

دوی د هغوی ۱۳ نورو فرانسوي وګړو په ډله کې وو چې د سوریې په ختیځ کې نیول شوي وو او د فبرورۍ په میاشت کې بغداد ته ولېږدول شول.

عراق د داعش سره په جګړې کې د دغې ډلې زرګونه کسان نیولي دي او وايي چې د ۲۰۱۸م له پیل راهېسې یې ۵۰۰ بهرني جګړه ماران د داعش سره د تړاو په تور محکوم کړي دي. په دغو جنګیالیو کې یې یو شمېر په مرګ او یو شمېر یې په زندان محکوم شوي، خو لا یې یو هم ندی اعدام شوی.

د داعش ډلې څو کاله مخکې په عراق کې فعالیت پیل کړ او هلته یې خپل خلافت اعلان کړ چې بیا عراقي ځواکونو د امریکايي پوځ په مرسته دغه ډله وځپله.

XS
SM
MD
LG