د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ډېر کار نه دی کړی


د نړۍ د تاریخي اثارو د ساتنې سازمان: "داعش غواړي د عراق تاریخ او کلتوري میراثونه له منځه یوسي"
د نړۍ د تاریخي اثارو د ساتنې سازمان: "داعش غواړي د عراق تاریخ او کلتوري میراثونه له منځه یوسي"

د عراق د گرځندوی او تاریخي اثارو وزیر عادل شرشاب د ملگرو ملتونو د امنیت پر شورا تور پورې کړ چې د داعش لخوا د عراق د لرغونو اثارو چی ېوه غټه تاریخي خزانه گڼل کېږي، د ساتنی او تخریب د مخنوي لپاره کار نه کوي او د داعش د ظلم د ختمولو لپاره ډېر څه نه دي کړي.

ښاغلي شرشاب د داعش پر وړاندې د امریکا د متحده ایالتونو په مشري نړیوال ائتلاف هم پدې تورنه کړه چې له تېر اگست میاشتې راهیسې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د جنگیالیو پر ضد هوایي بریدونه پیل کړي دي خو د عراق د لرغونو اثارو د ساتنې په اړه توجه نه ده کړې.

عادل شرشاب دا خبرې نن په په یوه غونډه کې چې د نړۍ د تاریخي اثارو د ساتنې د سازمان استازي جېف الن هم په کې گډون درلود وکړې. عادل شرشاب د امریکا په مشري له نړیوال ائتلاف څخه وغوښتل چې د نړۍ د ترټولو لرغونو مدني اثارو د لوټ کولو او له منځه وړلو مخه ونیسي.

د عراق د گرځندوی او تاریخي اثارو وزیر زیاته کړه چې نړۍ باید د دې جنگیالیو د ختمولو پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي. د هغه په باور که چېرې نړۍ دا کار و نه کړي ترهگرې ډلې به له تاوتریخوالي ډک خپلو کړنو ته ادامه ورکړي.

په غونډه کې د نړۍ د تاریخي اثارو د ساتنې د سازمان استازي جېف الن هم ووېل چې د اسلامي دولت ډله غواړي چې پخپلو دې کړنو سره د عراق تاریخ او کلتوري میراثونه له منځه یوسي. د جېف الن په باور د داعش د دې اعمالو ترشا ډېرې سیاسي اجنداوې هم شتون لري.

عراقي چارواکو په شمالي ښار موصل کې د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د اسلامي دولت جنگیاليو د الحضر په نوم د لرغوني سیمې د له منځه وړلو هڅې پیل کړي دي. د الحضر سیمه یوسلو لس کیلو متره لرې د موصل په جنوب لویدیځ کې موقعیت لري.

د عراق د گرځندوی او تاریخي اثارو د وزارت یو تن کارکوونکي په موصل کې د اسوشیتد پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې الحضر ته نږدې گڼ شمېر اوسېدونکو دا خبر ورکړی و چې د شنبې په ورځ د سیمې خلکو د دوو سترو چاودنو غږ اورېدلی و او وروسته یې د بلډوزرونو په مرسته د تاریخي اثارو د له منځه وړلو شاهدان وو.

تر دې وړاندې چارواکو ویلي وو چې د داعش جنگیالیو د جمعې په ورځ د نمرود په درۍ زره کلن تاریخي ښار کې د لرغونو اثارو په له منځه وړلو پیل کړی و.

XS
SM
MD
LG