د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: داعش فلوجه کې سلګونه کورنۍ سپر کړي


عراقي ځواکونه د فلوجه ښار د نیولو لپاره عملیات پیل کړي
عراقي ځواکونه د فلوجه ښار د نیولو لپاره عملیات پیل کړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي د اسلامي دولت ډلې د عراق د فلوجه په ښار کې سلګونه کورنۍ ایسارې کړي او د "انساني سپر" په ډول یې استعمالوي. د عراق پوځ د دغه ښار د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي او اوس یې څنډو ته رسېدلي دي.

د دغې ادارې ویاند، ویلیم سپندر، د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په تېرې یوې اونۍ کې له دغه ښار نه ۳۷۰۰ کسان تښتېدلي دي. پر دغه ښار د داعش واکمني وه.

ښاغلي سپندر وویل " له فلوجه نه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته د ولسي خلکو د تلفاتو راپورونه رسېدلي دي. د شنبې په شپه د توغندیو په یو برید کې د یوې کورنۍ اووه تنه ووژل شول. همدغه راز داسې راپورونه هم شته، چې داعش سلګونه کورنۍ ایسارې کړې او د سپر په توګه یې کاروي ".

ملګري ملتونه وايي، چې د فلوجه ښار د بې ځایه شویو خلکو سره یې خبرې کړي او دا معلومات یې ترلاسه کړي دي، خو وايي چې ولسي خلکو ته په اسانۍ د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.

د دغې ادارې یوې بلې ویاندې اریاني رومیري وايي" ډېر خلک له فلوجې تښتېدلي دي. ځینو تښتېدلو کسانو دا راپور هم راکړ، چې داعش ورته ویلي وو له هغوی سره به قدم په قدم حرکت کوي".

د عراق ځواکونو له څو ورځو راهیسې د فلوجه ښار د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي، خو تر دمه د داعش جګړه ماران مقاومت کوي او دواړه خواوې پر یو بل د غټو او وړو وسلو ډزې کوي.

په همدې حال کې عراقي چارواکو د فلوجه نه راوتلي ۵۰۰ کسان د امنیتي ملحوظاتو له کبله نیولي دي. دوی ټول تر ۱۲ کلونو کم عمرونه لري، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې له امنیتي پلټنو وروسته دا خلک پرېښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG