د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د عراق پوځ پر یوه لوی مرکز برید کړی


په عراق کې چارواکي وایي د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنیګالیو تکریت ښار ته نژدې د امنیتي ځواکونو پر یو مرکز بریدونه کړي او لږ تر لږه ۱۲ تنه یې وژلي دي.

چارواکي وايي په برید کوونکو کې ځانمرګي او نور وسله وال شامل وو.

برید په یکشنبې په ورځ وشو او هدف یې هغه پولیس ځواکونه وو چې د پوځ په ځانګړي مرکز کې روزل کېدل.

د ملېشو یو ویاند محمد ال سورجي وویل چې برید ګرو د شپې ناوخته پر مرکز برید وکړ، خو د هغه په خبره ځايي ملېشو بېرته په شا وتنبول.

هغه وویل "پولیسو اووه بریدګر ووژل، خو دریو نورو یې ځانونه والوزول. په ۱۲ وژل شویو کسانو کې درې افسران دي".

د ښاغلي سورجي په خبره په دغه برید کې ۲۰ نور پولیس ژوبل شوي هم دي.

په سیمې کې نورو امنیتي سرچينو هم د اسوشټیټ پرس خبري اژانس ته د پېښې پخلی کړی دی او داعش یې مسولیت منلی دی.

دغه مرکز د بغداد په ۱۶۰ کیلو مېترۍ کې دی.

XS
SM
MD
LG