د لاس رسي وړ اتصالات

د کردستان پارلمان د جمهور رئیس بارزاني د واک په کمولو غور کوي


ټاکل شوې ده چې عراق د کردستان د جمهوري ریاست لپاره د بارزاني اوسنۍ دوره په درې ورځو کې پای ته ورسېږي.

د کردستان د حکومت یو چارواکي د شنبې په ورځ وویل چې جمهور رئیس مسعود بارزاني به د خپل جمهوري ریاست دوره د نوامبر اول نه وروسته تمدید نکړي. جمهور رئیس بارزانی د واک د ویشلو یوه طرحه پارلمان ته لیږلې ده.

د کردستان سیمه ایز حکومت وایي د بارزاني د قدرت د ویشلو خبر یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د عراق په شمال کې د عراقي ځواکونو او کردي پیشمرگه جنگیاليو ترمنځ د جگړې په پای رسیدو موافقه وشوه.

تیره اونۍ د عراق په کردستان د بارزاني مخالف گوند د هغه د استعفا غوښتنه وکړه. د کردستان سیمه ایز حکومت تیره اونئ یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې د سمدستي اوربند، د ټولپوښتنې د پایلې ځنډول او د عراق له مرکزي حکومت سره د مذاکراتو پېشنهاد شوی و.

ښاغلي بارزاني ویلي هیله یې درلوده چې یو دموکراتیک فدارلي عراق جوړ کړي خو ناکامه شوو.

د عراق د نیمه خودمختارې سیمې کردستان د سپټمبر میاشتې په ۲۵مه د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وکړه چې ۹۲ په سلو کې ګډونوالو يې له بغداد څخه جلا کېدو ته رأیه ورکړه.

خو د عراق مرکزي حکومت دا ټولپوښتنه رد کړه او دا بهیر یې د عراق د اساسي قانون او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف عمل وباله.

XS
SM
MD
LG