د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق کردي جنگیالیو د داعش اکمالاتي لار نیولې ده


 د سنجار ښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې شاوخوا ٧٥٠٠ جنگیالیو برخه اخیستې ده
د سنجار ښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې شاوخوا ٧٥٠٠ جنگیالیو برخه اخیستې ده

کردي پیشمرگه جنگیالي چې د متحده ایالتونو د هوایي بریدونو ملاتړ هم له ځانه سره لري، په عراق کې د سنجار ښار په شاوخوا کې ځني سیمې د اسلامي دولت له ډلې څخه نیولې دي.

د کردي چارواکو په وینا، پیشمرگه جنگیالي یې پر دې توانیدلي چې د سنجار ښار په دواړو خواوو کې ځني کلي او د عراق له موصل ښار څخه د سوریې الرقه ښار ته غځیدلې د اسلامي ډولت د ډلې د اکمالاتي لارې کنترول ترلاسه کړي.

د متحده ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ پر اساس، د اسلامي دولت ډلې د خپلو عملیاتونو لپاره له دې لار څخه د وسلو د اکمالاتو او د جنگیالیو د لیږد رالیږد لپاره گټه اخیسته.

د کردانو د سیمه ایز امنیتی شورا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د سنجار ښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې شاوخوا ٧٥٠٠ جنگیالیو برخه اخیستې ده.

د اسلامي دولت ډلې د ٢٠١۴ کال په آگست میاشت کې د سنجار واک ترلاسه کړ او د سیمې په لس گونه زره ایزیدي اوسیدونکي یې د ښار پرېښودو ته اړ کړل.

بشري ناورین

د اسلامي دولت ډلې تیر کال په عراق کې د سیمو د نیولو هڅې پیل کړی. دا ډله پر دې وتوانیده چې د دې هیواد لږ تر لږه دریمه برخه ونیسي او څه د پاسه ٣ میلیونه ملکي وگړي له خپلو کورونو څخه بې ځایه کړي.

ملگرو ملتونو د عراق د وضعیت په اړه پخپل وروستي رپوټ کې د اسلامي دولت د ډلې لخوا د ملکي وگړو څخه د ناوړه گټې اخیستنې په اړه اندېښنه څرگنده کړې ده.

داسې باور کیږي چې شاوخوا ١٥٠٠ ایزیدي وگړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، اوس هم د اسلامي دولت له ډلې سره د اسیرانو په توگه په بند کې دي.

ملگرو ملتونو دا خبردارۍ هم ورکړې چې څه د پاسه ٨،٦ میلیونه کسان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري خو د پیسو لږ امکانات د دې لامل شوي چې نړېوالې ادارې لکه د خوراک نړېوال سازمان خپلې مرستې محدود کړي.

د دغه سازمان په وینا که چیرې مرستندویه ډلې په دې برخه کې په چټکۍ سره برخه وانخلي نو کیدایشي چې دا مرستې نورې هم محدوده شي.

XS
SM
MD
LG