د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي سرتیرو د موصل د نیولو لپاره عملات پیل کړل


تراوسه شاوخوا ۳۰۰۰ سرتیري موصل ته نژدې د مخمور په اډه کې ځای پر ځای شوي دي.
تراوسه شاوخوا ۳۰۰۰ سرتیري موصل ته نژدې د مخمور په اډه کې ځای پر ځای شوي دي.

د عراق پوځ د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په هوایي ملاتړ د پمجشنبې په ورځ د اسلامي دولت د ډلې څخه د موصل ښار د نیولو لپاره تهاجمي عملیات پیل کړل.

په عراق کې د گډو ځواکونو د قوماندانۍ ویاند یحیا رسول د اسوشتیدپرس اژانس ته ویلي چې عراقي ځواکونو د پنجشنبې د ورځې په لومړیو کې د موصل په ختیځ کې د مخمور ښار گوټي څو کلي ونیول.

د کردي پیشمرگه لوړپوړي جنرال حسین نورالدین، وویل چې په دې جگړه کې پیشمرگه ځواکونه هم ونډه لري او د هغه په وینا د عراقي ځواکونو ۱۵ فرقه چې سرتیري یې د امریکایي سرتیرو له خوا روزل شوي د جگړې سوق او اداره په غاړه لري.

سني قبائیلي جنگیالي هم په دې جگړه کې شریک دي چې د عراقي مقاماتو په وینا د نیول شویو ساحو په په ځانگړې توگه د سني میشته سیمو د ساتنې لپاره د هغوی شتون ډیر مهم دی.

تر اوسه څرگنده نه ده چې دا جگړه څومره پیچلې ده او څومره وخت به ونیسي. د موصل د بیا نیولو لپاره د عراق د صدراعظم د جدي ټینگار سره سره یو شمیر امریکایي او عراقي مقاماتو د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې ددې ښار نیول په روان کال کې ممکن نه دي.

اتیلافي ځواکونه او عراقي مقامات اټکل کوي چې د ۲۴ زرو څخه تر ۳۶ زرو پورې سرتیرو ته اړتیا ده چې د موصل د نیولو عملیات پرمخ بوزي. تراوسه له ۲۰۰۰ نه تر ۳۰۰۰ پورې سرتیري موصل ته نژدې د مخمور په اډه کې ځای پر ځای شوي دي.

موصل – د عراق دوهم ستر ښار – چې د سوریې سره د پولې په اوږدو کې پروت دی د ٢٠١۴ کال د جون په میاشت کې د اسلامي دولت د ډلې سخت دریځو ونیو.

XS
SM
MD
LG