د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق صدراعظم فتح شوي رمادي ته ولاړ


رمادي د عراق یو سني میشته ښار دی
رمادي د عراق یو سني میشته ښار دی

وروسته له هغه چې عراقي ځواکونو له داعش ډلې څخه د الانبار ولایت مرکز رمادي بیرته ونیو، د عراق صدراعظم حیدر العبادي نن د سه شنبې په ورځ د هغه ښار لیدو ته ولاړ. د عراق دولتي ټلویزیون خبر ورکړ چې ښاغلي عبادي رمادي ښار وکوت، خو په دې اړه یې نور جزییات خپاره نه کړل. په همدې حال کې د عراق د پوځ یو افسر اسوشیتد پرس آژانس ته وویل چې ښاغلي عبادي په رمادي کې له ولایتي او نظامي چارواکو سره کتلي دي.

وروسته له هغه چې د عراق حکومتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د رمادي ښار مرکزي سیمې هم ونیولې او ملي بیرغ یې پر حکومتي ودانیو ولگاوه، د عراق صدراعظم حیدر العبادي په جگه غاړه بیگا شپه د هیواد په دولتي ټلویزیون کې راڅرگند شو او ویې ویل چې ځواکونه به یې په نوي میلادي کال کې، په عراق کې داعش ختم کړي.

عراقي ځواکونو د دوشنبې په سهار د الانبار ولایت په مرکز رمادي ښار کې د داعش پروړاندې د بریا اعلان وکړ. دغو ځواکونو د سه شنبې په ورځ د ښار له پاته سیمو څخه د داعش د جنگیالیو په شا تمبولو پیل کړل.

د رمادي ښار بیرته نیونه، په تیرو اتلسو میاشتو کې د داعش په وړاندې د عراق د حکومت لومړنۍ پوځي بریا شمیرل کیږي.

په تیره مې میاشت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په لاس د رمادي ښار سقوط، د حیدر العبادي په مشرۍ د عراق حکومت ته یوه ستره ضربه وه.

د عراقي پوځ لخوا د رمادي ښار بیرته نیول کیدل، هغه پوځ ته چې تیرکال یې د داعش پروړاندې سختې ماتې خوړلې وې او اوس د امریکایي پوځیانو لخوا بیرته روزل شوی، یوه ستره لاس ته راوړنه ده.

د سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې، د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما چې د رخصتیو د تیرولو لپاره هاوایي ته تللی، پرون یې د عراقي سرتیرو د پرمختگ په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي: "د رمادي د بیرته نیولو لپاره جگړې کې د عراق د امنیتي ځواکونو متداومه پرمختگ، د دغو ځواکونو د زړورتیا او عزم، او د داعش د شاته تمبولو په برخه کې زموږ د ژمنې نښه ده»

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتن کارتر هم عراقي حکومت ته د رمادي د بیرته نیولو مبارکي ورکړې او هغه یې د داعش پر وړاندې ارزښتمن گام بللی دی.

راتلونکی گام

د عراق صدراعظم وایي چې بل گام یې، د موصل ښار نیول دي. موصل د عراق په شمال کې یو لوی ښار دی چې د داعش تر نفوس لاندې تر ټولو گڼ میشته ښار هم گڼل کیږي.

حیدر العبادي پخپلې ټلویزیوني وینا کې وویل چې: "موږ به د موصل ښار آزادولو ته هم ولاړ شو، او دا به داعش ته مرگونی او وروستی گوزار وي."

خو د عراق د مالیې وزیر هوشیار زیباري وایي چې د موصل په نیولو کې، عراقي پوځ به د کردي جنگیالیو مرستې ته اړتیا ولري او دا عملیات به ساده نه وي.

په لویدیځ کې ځینې شنونکي پر دې باور دي چې په رمادي کې د وروستیو عملیاتو بریالیتوب به هغه مهال معلوم شي چې د هغه ښار سني اوسیدونکي په ډاډه زړه خپلو سیمو ته ستانه شي. د عراق د حکومت زیاتره ځواکونه شیعه، او داعش یوه تندلارې سني ډله ده.

احمد فؤاد لامع

XS
SM
MD
LG