د لاس رسي وړ اتصالات

د رمادي د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل شول


د عراقي ځواکونو سره شعیه ملیشې هم پدې عملیاتو کې همکاري کوي
د عراقي ځواکونو سره شعیه ملیشې هم پدې عملیاتو کې همکاري کوي

د عراق حکومت وایي چې د اسلامي دولت نه د انبار ایالت د بیرته نیولو لپاره یې عملیات پیل کړیدي. دا اعلان نن د سه شنبې په ورځ په ملي تلویزیون کې وشو. شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې د اسلامي دولت ډلې د انبار ایالت مرکز رمادي د عراقي ځواکونو نه نیولی.

که څه هم چې عراقي چارواکو ویلي و چې په رمادي کې امنیتي ځواکونو په کافي اندازه وسلې او مهمات نه درلودل او په همدې خاطر دغه ښار د اسلامي دولت د ډلې لاسته ورغی خو د امریکا د دفاع وزیر آشتون کارټر د همدې اوونۍ په سر کې ویلي و چې عراقي ځواکونو د جګړې او د ځان نه د دفاع لپاره اراده نه درلوده.

د انبار ایالت پراخه دښتې لري چې د بغداد په لودیځ کې پروت دی. دا ښار د اردن، سعودي عربستان او سوریې سره ګډه سرحدي پوله لري. د فلوجې په شمول د دې ښار زیاتره سیمې د پروسږکال راپدیخوا د اسلامي دولت ډله د ډلې په لاس کې دي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د بي بي سي سره په مرکې کې ویلي و چې دامنیتي ځواکونو په وړتیا پوره باور لري او دا چې رمادي به یوازې په څو ورځو کې د اسلامي دولت نه ونیسي.

خو د امریکا د نارت ویسټرن په پوهنتون کې پروفیسر، نبیل خوري چې د سیمې په اړه معلومات لري، وایي امریکا پدې پوهیږي چې د عراق په وسله والو ځواکونو کې اداري فساد او رشوت خوري، تر ټولو غټه ستونزه ده.

" د عراق په وسله والو ځواکونو کې اداري فساد او رشوت خوري پدې معنی ، هغه پیسې چې په بودیجې کې د پوځ لپاره ځانګړې کیږي، په حقیقت کې پوځ ته نه بلکه د یو شمیر پوځي جنرالانو او حکومتي چارواکو جیبونو په جیبونو کې ولیږي. "

ښاغلی خوري همدرانګه وایي چې عراقي ځواکونه هغومره قوت او وړتیا نلري لکه څومره چې د هغوي په باره کې ویل کیږي او بله دا چې پخپله د عراق حکومت هم پدې ندی توانیدلی چې په کافي اندازه خلک په هغو سیمو کې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د جګړې لپاره وهڅوي چې هغوي نیولي دي.

دی زیاتوي لکه څنګه چې عراقي ځواکونو د تکریت ښار د اسلامي دولت د ډلې نه بیرته ونیوه، همداسې به رمادي هم ونیسي خو په جګړې کې د ملیشو نه کار اخیستل، دا معنی ورکوي چې عراق په کافي اندازه وسله وال ځواکونه نلري.

XS
SM
MD
LG