د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د داعش دوه نور "فرانسوي جنګیالي" په مرګ محکوم کړل


تصویر: ارشیف

په بغداد کې یو محکمې د سه شنبې په ورځ (مۍ۲۸) دوو نورو فرانسویانو ته د مرګ سزا واوروله.

دوی دواړه تورن دي چې د داعش په لیکو کې په عراق او سوریې کې جنګېدلي دي. دغه دوه جګړه ماران براهیم نجارا او کرام الهرچاوي نومیږي او عمرونه یې ۳۰ کاله ښودل شوي دي.

عراق تر دې مخکې څلور نور فرانسویان هم په همدغه تور په مرګ محکوم کړي وو. دوی د جنورۍ په میاشت کې په سوریې کې ونیول شول او د تېرې جنورۍ په میاشت کې عراق ته ولېږدول شول چې محکمه شي.

په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په اعدام محکوم شویو فرانسویانو ته به حقوقي خدمتونه برابروي.

محکوم شوي کسان یوه میاشت لري چې د محکمې د پرېکړې پر ضد اعتراض وکړي. د فرانسې د خبري اژانس د راپور په اساس فرانسه د داعش لیکو ته ورغلیو فرانسویانو ته سزا غواړي خو د اعدام د سزا مخالفه ده.

عراقي چارواکي وايي د ۲۰۱۸م له پیل راهېسې یې ۵۰۰ بهرني جګړه ماران د داعش سره د تړاو په تور محکوم کړي دي. په دغو جنګیالیو کې یې یو شمېر په مرګ او یو شمېر یې په زندان محکوم شوي، خو لا یې یو هم اعدام شوی نه دی.

د داعش ډلې څو کاله مخکې په عراق کې فعالیت پیل کړ او هلته یې خپل خلافت اعلا ن کړ چې بیا عراقي ځواکونو د امریکايي پوځ په مرسته دغه ډله وځپله او وايي چې په بشپړ ډول یې ختمه کړې ده.

XS
SM
MD
LG