د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې په دوه کالو کې نژدې١٩٠٠٠ ملکیان وژل شوي


د داعش د کنترول لاندې سیمو کې په کې په عام محضر کې د خلکو وژل ورځنی کار ګرځېدلی دی.
د داعش د کنترول لاندې سیمو کې په کې په عام محضر کې د خلکو وژل ورځنی کار ګرځېدلی دی.

ملگري ملتونه وایي د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د عراقي ځواکونو په جگړه کې د ٢٠١۴ کال د جنورۍ څخه د ٢٠١٥ کال تر اکتوبر پورې په عراق کې ١٨٨٠٢ ملکي وگړي وژل شوي دي.

همدا شان په همدې موده کې ٣٦٢۴٥ ولسي عراقیان ټپیان شوي دي.

په دې وروستیو میاشتو کې عراقي ځواکونو په څو جبهو کې د داعش په وړاندې پرمختگ کړی او د رمادي ښار څخه یې داعشیان ایستلي دي.

د ملگرو ملتونو استازی یان کوبیش په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د داعش د پرله پسې ماتو سره سره دا ډله وژنو ته دوام ورکوي، عراقیان معیبوبیږي او په زرگونو یې بیځایه شوي دي چې یو لوی ناورین یې رامنځ ته کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ډلې مشر زید رعد الحسین وايي چې ځیني وخت د وژل شویو انسانانو د دقیق ارقام موندل هم ستونزمن وي.

هغه وايي "دوی یوازې د هغوی انسانانو ارقام اخیستي چې په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي، د هغوی انسانانو شمېر لا معلوم نه دی چې د خوراک، څښاک او صحي موادو د نشتوالي له کبله مړه شوي دي. "

پر دې سربېره داعش د خپل واک لاندې سیمو کې کلک قوانین هم پلي کړي، چې په کې په عام محضر کې د خلکو وژل ورځنی کار ګرځېدلی دی.

د داعش له لورې د خلکو مریي کول

همدا راز ملګري ملتونه وايي باور کیږي چې داعش ډله په عراق کې ۳۵۰۰ کسان د غلامانو په توګه ساتلي دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

داعش، چې د اسلامي دولت ډلې په نامه هم پېژندل کیږي، په عراق او سوریې کې ډېرې سیمې نیولې دي.

راپور وايي چې دغې ډلې په لویه پیمانه " جنګي جرمونه، د بشر پر ضد جرمونه او ممکن نسل وژنه کړې وي".

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی دفتر او د بشري حقونو دفتر وايي چې د اټکل له مخې" داعش دا مهال ۳۵۰۰ کسان د غلامانو په ډول ساتي".

په ژینوا کې د دغو دفترونو ګډ خپور شوی راپور وايي " غلامان شوي ډېر انسانان ښځې او ماشومان دي چې اکثریت يې یزیدي لږکي دي، خو د نورو اقلیت مذهبونو خلک هم په کې شته".

راپور وايي اسلامي دولت خلک د بېلابېلو لارو وژلي چې سنګسارول، د سرونو پرې کول، بېلدوزر پرې خيژول، ژوندي سوځول او له لوړو ودانیو څخه د خلکو ګوزارول يې بېلګې دي.

ملګري ملتونه وايي په جنګ کې د سرتېرو په توګه د ماشومانو د کارولو او د وژلو راپورونه هم لري او هغه وړاندوینې هم تایدوي چې په موصل کې د ۸۰۰ او ۹۰۰ ترمنځ ماشومان تښتول شوي چې پوځي او مذهبي روزنې ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG