د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتن کارتر د پنجشنبې په ورځ د عراق د سیاسي او پوځي مشرانو سره د خبرو لپاره عراق ته ورسید. د اسلامي دولت د ډلې پر ضد مبارزه د دې سفر د عمده بحثونو څخه ده.
ټاکل شوې چې د امریکا د دفاع وزیر د عراق د صدراعظم حیدرالعبادي او د هغه هیواد د انبار ولایت له سوني قبائیلو له مشرانو سره وگوري. د انبار ولایت په اوس کې د سختو نښتو شاهد دی. د امنیتي دلیلونو په وجه عراق ته د ښاغلي کارتر سفر دمخه نه و اعلان شوی.
اټکل کیږي چې د امریکا د دفاع وزیر په عراق د میشتو ٣٥٠٠ امریکایي سرتیرو سره هم وگوري. د امریکایي سرتیرو دنده د داعش پر وړاندې د عراق د محلي ځواکونو روزل او هغوی ته مشوره ورکول دي.
د امریکا متحده ایالات د نړیوال ایتلاف مشري کوي چې په سوریه او عراق کې یې د داعش پر ضد په زرگونو بریدونه کړي دي.
د اسلامي دولت پر ضد په جگړې کې د بغداد بل عمده همکار ایران دی چې د هغه هیواد سلاکاران په سیمه کې شتون لري او په مستقیمه توگه په عراق کې د شیعه ځواکمنو ملیشو څخه ملاتړ کوي. دغه نیمه پوځي ملیشه د داعش پر وړاندې اوس عمده رول لوبوي.
په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هیوادونو په ځانگړې توگه امریکا د تهران د اتومي پروگرام په هکله کوافقې ته ورسیدل، اوس به د عراق په جگړه کې د ایران رول یو بل لانجمن کار وي.
له هغې راهیسې چې ښاغلی کارتر د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع د وزیر په توگه ټاکل شوی دی، دا عراق ته د هغه لومړنی سفر دی.