د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې په دوه چاودنو کې 7 کسان وژل شویدي


په چاودنې ویجاړ شوی موټر
په چاودنې ویجاړ شوی موټر

عراقي چارواکي وایی چي په پایتخت بغداد کی د بمونو په دوو بېلو بېلو چاودنو کي لږ تر لږه اووه تنه ایراني زیارت کونکي وژل شوي او لږ ترلږه ٢٦ تنه زخمي شوي دي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت وویل چي یو موټربم او نور بمونه نن د شنبې په ورځ د بغداد د خادمیه په سیمه کي هغه کورته نژدې وچول سول چي دغه ایراني زیارت کو نکي په کی تم شوي وو. په دې چاودنو کي پنځه کسه ووژل سول او ١٨ کسه نور زخمی سول.

چارواکي وایي چي بله چاودنه هم د یوه موټربم چاودنه وه چي هغه بس موټر ته وشوه چي د پایتخت د ( شوالې ) په سیمه کي ایرانیان په کي سپاره وو. په دې چاودنه کي دوه کسه وژل شوي او اته تنه نور زخمي شوي دي.

دایران او د نورو ملکونو نه اکثره شیعه ګان هرکال د زیارتونو د لیدلو دپاره عراق ته ځانونه رسوي.

XS
SM
MD
LG