د لاس رسي وړ اتصالات

یو ځانمرګي په عراق کې ۲۳ کسان وژلي دي


د عراق په شمال کي د شنبې په ورځ یوه ځانمرګه په جنازه کې بم وچاوه لږترلږه ٢٣کسه یې ووژل.

دا حمله د ( نینوا) په نا آرام ولایت کي د( موصل) ښار ته نژدې په یوه ښارګوټي کي شوې ده.

د طبي چارو کارکونکي وایي چي یو چا چي د چاودونکو موادو ډک واسکټ یې اغوستی و د هغو خلکو په منځ کي ورګډ شو چي د شبک د قومي اقلیت د یوه غړي جنازه یې را اخیستې وه. خپله دغه سړی په طبیعي مرګ مړ شوی و.

په دې اړه چي دا چاودنه چا وکړه هیچا څه نه دي ویلي، خو مبارزینو د نینوا په ولایت کي پخوا هم په قومي اقلیتونو باندي حملې کړي دي.

په عراق کي په دې وروستیو میاشتو کي شخړو او حملو ډیر زور اخیستی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي سږ کال د آګسټ تر میاشتې پوري څه د پاسه ۴٨٠٠ ملکي خلک وژل شوي دي چې دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله تر دوه چنده هم زیات دي.

د عراق په نورو سیمو کې هم د شنبې په ورځ د بمونو چاودنې شوي چي څو کسه په کښي وژل شوي دي . په دغو چاودنو کي د بغداد په شمال کي د سړک پر غاړه د بم چاودنه هم شامله ده چي دوه کسه په کښی ووژل شول.

په عراق کې د څو میاشتو راهیسې کله نه کله چاودنه او نښتې کېږي چې فرقه ايي بڼه لري. دغه لړۍ هغه وخت پیل شوه چې د عراق حکومتي ځواکونو د سني مظاهرچیانو پر کمپونو باندي بریدونه وکړل.
XS
SM
MD
LG