د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي کردان د خپلواکۍ د ناکامې هڅې وروسته پارلماني انتخابات کوي


په عراق کې د کردانو خودمختاره سیمې نن یکشنبې (سپتمبر ٣٠) پارلماني ټاکنې وکړې چې د اوږدې مودې راهیسې ځنډیدلې وې.

تیرکال د کردستان خودمختاره سیمې د خپلواکۍ لپاره رایه ورکړې وه چې د بغداد له سخت غبرگون سره مخامخ شوه او د کردي مشرانو ترمنځ یې هم ژوره بې اتفاقي رامنځ ته کړه.

د عراق د کردستان د سیمې په نننیو پارلماني ټاکنو کې ۱۱۱ څوکیو لپاره څه دپاسه ٧٠٠ تنه کاندیدان دي او نژدې دری نیم میلیونه کردان د رایي ورکولو حق لري.

دا ټاکنې پداسې حال کیږي چې د رویترز اژانس په وینا د کردستان د سترو گوندونو په وړاندې د خلکو نارضایتي زیاته شوې ده، خو بیا هم واکمن گوندونه تمه لري چې د اداري فساد او اقتصادي مشکلاتو په وجه د خلکو د ناخوښۍ سره سره خپل حکومت ته دوام ورکړي.

د کردستان سیمه د خلیج د ١٩٩١ کال د جگړې وروسته خودمختاره شوه او تیر کال ددغې سیمې شپږ میلیونه وگړو د کردستان د دموکراتیک گوند د مشر مسعود بارزاني په مشرۍ د عراق نه د خپلواکۍ لپاره د رای ورکولو هڅه وکړه.

د خپلواکۍ په هڅه کې له ناکامیدو سره سره ښاغلي بارزاني په خپلو پلویانو کې محبوبیت ساتلی دی او په داسې حال کې چې د لسیزو راهیسې د کردستان په سیمه کې د بارزاني او طالباني کورنۍ حاکمې دي د هغوی په وړاندې سیاسي اپوزیسیون هم کمزوری دی.

ټاکل شوې چې د کردستان د پارلماني انتخاباتو ټاکنیزې حوزې د سیمې په وخت د ماښام په شپږ بجو وتړل شي او تمه ده چې د انتخاباتو نتیجې به په ٧٢ ساعتونو کې اعلان شي.

د کردستان د پارلمان د ١١١ څوکیو څخه ١١ یې د نورو نژدادي لږکیو لپاره ځانگړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG