د لاس رسي وړ اتصالات

هغه عراقی چې بوش یې په بوټ ویشتی وه، پارلمان ته کاندید دی


په ٢٠٠٨ کې د عراقي ژورنالست الزیدي په ملاتړ په پاکستان کې یوه مظاهره
په ٢٠٠٨ کې د عراقي ژورنالست الزیدي په ملاتړ په پاکستان کې یوه مظاهره

هغه عراقی ژورنالیست چې په ٢٠٠٨ کې یې د امریکا پر پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د خپل بوټ وار وکړ، اوس د عراق پارلمان ته کاندید دی.

د عراق پارلماني انتخابات د روانې میاشتې په ١٢ نیټه ترسره کیږي.

منتظر الزيدي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هغه د امریکا له متحده ایالاتو غواړي چې د عراق د جگړې په وجه له عراقیانو بخښنه وغواړي او ټولو هغو عراقي کورنیو ته جبران ورکړي چې د اشغال په وجه تاواني شوي دي.

ښاغلي الزیدي د خپل کمپاین په فیسبوک پاڼه هغه ویدیو خپره کړې چې په بغداد کې یې د ښاغلي بوش د خبري کنفرانس په ترڅ کې پر هغه وار کړ او نارې یې کړې چې "سپیه، دا د عراقیانو له خوا خدای په امانۍ ده. دا د کونډو، یتیمانو او هغو خلکو له خوا چې په عراق کې وژل شوي".

عراقی ژورنالست الزیدي
عراقی ژورنالست الزیدي

​ښاغلی الریدي د بوټ له گزار وروسته سمدستي ساتونکو ونیو او درې کاله په زندان محکوم کړای شو. هغه یوازې نهه میاشتې په زندان کې تیرې کړې او بیا لبنان او اروپا ته لاړ. اوس بیرته عراق ته ستون شوی او نه یواځې د خپل اعتراض په وجه په خپل هیواد کې مشهور شوی بلکه په ټوله عربي نړۍ کې یې خلک پیژني.

٣٩ کلن الزیدي د جمعې په ورځ وویل "زه نشم ویلای چې په بوټ د بوش ویشتل به ماته پارلماني څوکۍ په برخه کړي او که نه، او په حقیقت کې دا زما هدف ندی". هغه وایي هدف یې دادی چې د هغو عراقي سیاستوالو سره حساب وشي چې د بوش ملاتړ یې کړی وه.

په عراقي کلتور کې یو څوک په بوټ ویشتل د سپکاوي نښه ده. په ٢٠٠٣ کال کې د امریکا لخوا د صدام حسین د رژیم راپرزیدو وروسته، عراقیانو د هغه مجسمه هم په بوټونو ویشتلې وه.

XS
SM
MD
LG