د لاس رسي وړ اتصالات

هند: نه پریږدو چې مسلمان ځوانان مو داعش ته واوړي


هند په خپلو ۱۲ ایالتونو کې له داعش سره د مسلمانو هندي ځوانانو د مخنیوي پروګرامونه پیل کړي دي.
هند په خپلو ۱۲ ایالتونو کې له داعش سره د مسلمانو هندي ځوانانو د مخنیوي پروګرامونه پیل کړي دي.

هند داسې پروګرام پیل کړی دی چې له داعش سره د هند د یو شمېر مسلمانو ځوانانو د یوځای کېدو مخه ونیسي.

په همدې حال کې په هند کې د مسلمانانو مشران وايي چې د داعش ډلې د هند مسلمانو ځوانانو ته، د یو ځای کېدو لپاره کم او یا هېڅ وړاندیز نه دی کړی.

له هغه وروسته چې د تیلنګانا ایالت چارواکو او نورو استخباراتي ادارو د یو شمېر افراطي ځوانانو د موجودیت په اړه راپورونه ورکړل، د هند د کورني امنیت وزیر وویل چې په هند کې د داعش تهدید خطرناکه دی.

دغه وزارت اوس د هغه پلان په پراخولو لګیا دی چې له مخې یې د مسلمانانو له ټولنو سره سلا مشورې کوي، پروګرامونه ورته جوړوي او پوهوي يﺉ چې له داعش سره د مسلمانو ځوانانو د یوځای کېدو مخه ونیسي.

د هند د ۲۹ ایالتونو له ډلې یې ۱۲ ایالتونه له دغه ګواښ سره مخامخ دي، حکومت له دغو ایالتونو غوښتي چې خپلې تګلارې مشخصې او د ځوانانو له میندو او پلرونو او د ټولنو له مشرانو سره په ګډه کار وکړي.

ډېر کم خلک له داعش سره یو ځای شوي

د هند د کورني امنیت یو راپور وايي چې په تېرو دریو کلونو کې نژدې ۲۵ هندي مسلمانو ځوانانو له داعش ډلې سره د یو ځای کیدو میلان درلود، چې په دوی کې یې ۱۱ په عراق او سوریې کې له داعش سره یو ځای شوي دي.

په نوي ډیلي کې د تاوتریخوالي د مدیریت د انستیتیوت مشر اجی ساهاني وايي چې داعش داسې ده لکه د القاعده ډلې چې د ۲۰۰۱ لومړي کال له برید وروسته ځینې ملاتړي پېدا کړل.

هغه وایي چې داعش په هند کې نفوذ نلري " سره له دې چې په هند کې یو شمېر ډلو له اسامه بن لادن سره خواخوږي او وفاداري وښوده، خو ډېر کم تاثیر یې درلود. داعش هم همداسې در واخله، د ګوتو په شمېر افراد له هند نه تللي او په عراق او سوریې کې د داعش له ډلې سره یو ځای شوي دي. په هند کې د داعش خطر کم لیدل کیږي."

په هند کې ډېرو اسلامي عالمانو د داعش غیر انساني کړنې غندلي دي. د لکنو یو دیني عالم خالد رشید وايي چې د هند ۱۸۰ میلیونه مسلمانان داعش " یوه غیرې اسلامي" ډله بولي.

ده وویل " یوازې ۲۵ کسان داعش ته ور جذب کړل شوي. زه نه پوهیږم د هند حکومت څنګه د خپلو چارواکو په دغه راپور باور کوي چې داعش د هند د مسلمانانو لپاره یو ګواښ دی. د دوی دغه کار به یوازې په مسلمانانو کې د ترهې او ویرې حس وزیږوي."

ښاغلي خالد زیاته کړه" د هند ۹۹،۹ فیصده مسلمانان د داعش ډله د اسلام په بدنامولو پړه بولي او له دغې ډلې نفرت کوي. په مختلفو ایالتونو کې د مسلمانو ځوانانو لپاره د داسې مرکزونو جوړول چې، هغوی له افراطیت نه را وګرځوي، هېڅ مانا نلري."

په هند کې اکثریت هندوان دي، مسلمانان یې د ټول نفوس ۱۴ فیصده جوړوي او لوی اقلیت بلل کیږي.

په ټولنې کې تفرقه پېدا کول

د نارټ ایسټرن د پوهنتون یو پروفیسور پراسینجیت بیسواز وايي چې د افراطیت د مخنیوي د مرکزونو جوړول ښايي د مسلمانانو نوي شکونه او قهر راوپاروي.

دی وايي " یوازې د مسلمانو ځوانانو تعقیبول او څارل په ټولنې کې د تفرقې د اچولو په مانا دي. "

حکومت دغه کار وار دمخه په تیلنګانا ایالت کې عملي کړی او په نورو کې به یې هم ژر پلی کړي.

په حیدر اباد کې د پولیسو یو کمېشنر نقي ریدي وايي چې مذهبي مشران هغه ځواک لري چې ځوانان داعش ډلې سره له یو ځای کېدو وژغوري.

ده وویل " موږ چې کله یو شمېر ځوانان وموندل چې په سوریې او عراق کې له داعش ډلې سره یې د یو ځای کېدو میلان درلود، هغوی مو په خپلو پروګرامونو کې شامل کړل چې له افراطیت نه را وګرځول شي. موږ په دغې برخې کې د هغوی له پلرونو، د ټولنې له مشرانو او دیني عالمانو نه هم مرسته واخیسته. د ځوانانو عکس العمل ښه و او موږ سره یې مرسته وکړه چې خپل هدف ته ورسیږو. "

نوموړي وویل چې په دغه برخه کې تر نورو ډېر، مذهبي مشران اغیزناک دي چې ځوانان وپوهوي چې د اسلامي دولت د ډلې فعالیتونه د قران د لارښوونو سره په ټکر کې دي.

سره له دې چې هند په خپلو ښارونو کې د افرطیت د مخنیوي لپاره پراخ پلان جوړ کړی دی، د دغه هېواد لومړي او د کورني امنیت وزیر په وار وار ویلي چې القاعده او نورې افراطي ډلې په هند کې ډېر کم ملاتړ لري.

XS
SM
MD
LG