د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: په افغانستان کې د داعش زور اوبه شوی


په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ویاند، برید جنرال چارلز کلیو لینډ
په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ویاند، برید جنرال چارلز کلیو لینډ

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وایي چې ائتلافي ځواکونه د داعش په خلاف جګړې کې ډیر بریالي دي او زیاتې سیمې یې د هغوي نه بیرته نیولي دي.

د ناټو د قاطع ملاتړ ویاند برید جنرال چارلز کلیولینډ د دفاع په وزارت کې خبریالانو ته وویل چې " درې میاشتې وړاندې داعش په افغانستان کې شپږ ولسوالۍ نیولې وې خو اوس یوازې دوه یا درې ولسوالۍ د هغوي سره دي.

جنرال کلیو لینډ وویل " په تیرو څلورو میاشتو کې د ناټو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د تروریزم ضد سل عملیات کړیدي. د هغه پر وینا چې "د دغو بریدونو اویا یا اتیا یې د داعش په مرکزونو شویدي. اکثره دا بریدونه د ننګرهار په ولایت کې شویدي. "

جنرال کلیو لینډ وویل چې داعش لا هم په افغانستان کې یو غټ خطر دی.

" داعش ښایي د زرو او درې زرو په شاوخوا کې جنګیالي ولري. د داعش اکثره غړي د پاکستاني او افغانې طالبانو پخواني غړي دي چې د خپلو ډلو نه ناراضه شویدي. د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ځیني غړي هم پکې شته دي. دې ډلې ځیني افغانان هم د ځان سره یو ځای کړیدي. "

جنرال کلیو لینډ وویل چې اوس د داعش اکثره جنګیالي د کونړ او نوروستان ولایتونو ته تښتیدلي دي چې د پاکستان سره سرحد لري.

د ناټو د ځواکونو دغه ویاند همدارنګه وویل ، سره لدې چې پروسږکال شاوخوا پنځه زره او پنځه سوه افغان امنیتي ځواکونه په جګړو او نورو امنیتي پیښو کې وژل شویدي خو زیاتوي چې " سږکال به هغوي د طالبانو او داعش په خلاف په جګړې کې بریالي وي. "

XS
SM
MD
LG