د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال: پرطالبانو د اسامه د مرګ اغیز له وخت مخکې خبره ده


په افغانستان کې د ناټو د قواوو عمومي قومندان جنرال پیټریس (ښي) د آیساف له قومندان ډیویډ راډریګز سره غږیږي.
په افغانستان کې د ناټو د قواوو عمومي قومندان جنرال پیټریس (ښي) د آیساف له قومندان ډیویډ راډریګز سره غږیږي.

په افغانستان کې د امریکا جګپوړه نظامي قوماندان وايي چې دا له وخت نه مخکې خبره ده چې سړی قضاوت وکړی چې داسامه بن لادن مرګ به د طالبانو په بغاوت څه اغېزه ولري.

ډګر جنرال ډېوېډ راډرېګز په کابل کې خبرېالانو ته وویل چې د القاعده غورځنګ د یوه فرد د مشرتابه پر بنا ندی جوړ شوی او ددغې ترهګرې ډلې د مشر د وژل کېدلو اغېزې به وروسته څرګندې شي.

جنرال راډرېګز وویل القاعده په افغانستان کې تر سلو کم فعال غړي لري. هغوی طالبانو ته ملاتړ او منابع برابروي.

جنرال راډریګز په باور نن ورځ د ۲۰۰۹ کال په پرتله د هیواد زیاتې سیمې د دولت تر کنترول لاندې راغلي دي او افغان امنیتي ځواکونه د کمیت او کیفیت له لحاظه د ۲۰۰۹ په پرتله ۵۰ په سلو کې پراختیا موندلې او د قابلیت کچه یې لوړه شوې ده.

د جنرال د وینا سره سم نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې د جګړې او ددې هیواد د پرمختګ لپاره سمه لاره غوره کړې ده.

طالبانو په دې نېژدې وخت کې د اوړي بریدونه پیل کړي دي او د ناټو او افغان قواوو خلاف بریدونه زیاتوي.

د دوشنبی په ورځ کله طالبانو په کونړ کې د ایتلافي قواو پر یوه پوسته برید وکړ درې افغان ملکیان مړه او اته تنه پکې زخمی شول.

د ایتلاف نطاق وايي د هاوان توپونو هغه ډزې چې طالبانو پر ناټو وکړلې هغه هدف ترې نه خطا شو او پر ملکیانو ولګیدې.

امریکايي جنرال: پرطالبانو د اسامه د مرګ اغیز له وخت مخکې خبره ده

XS
SM
MD
LG