د لاس رسي وړ اتصالات

په لیبیا کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد احتجاجونه وشول


مظاهره چیانو د اسلامي دولت پر ضد د نړیوالې ټولنې د ګډې همکارۍ غوښتنه کوله.
مظاهره چیانو د اسلامي دولت پر ضد د نړیوالې ټولنې د ګډې همکارۍ غوښتنه کوله.

په لیبیا کې سلګونو کسانو له هغې وروسته د اسلامي دولت د ډلې یا داعش پر ضد مظاهرې وکړې چې، دغې ډلې د قوبا په ښارګوټي کې د مرګونو بریدونو مسولیت ومانه.

په دغو دریو ځانمرګو موټر بمب بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د لیبیا په بنغازي کې د جمعې له لمانځه وروسته، خلک لارو او سړکونو ته را ووتل چې د اسلامی دولت د ډلې دغه بریدونه وغندي، مظاهره چیانو د اسلامي دولت د ډلې پر ضد شعارونه ورکول.

د بنغازي یو اوسیدونکي وویل" مونږه دغه جنایي عمل غندو او نړیواله ټولنه خبروو چې اسلامي دولت او نورې تروریستي ډلې واقعا خطر دي او په لیبیا کې د دوی تشدد او جنایتونه ډیر شویدي."

په امریکا کې د تروریزم د څارنې څانګې وویل، د اسلامی دولت د ډلې د برقا د ایالت ډلگۍ ویلي دي چې دغه درې حملې یې د دې دپاره کړي چې د دغې ډلې پر جنګیالیو باندې د لیبیا او سعودي د بمباریو انتقام واخلي.

په لیبیا کې چی د اسلامي دولت د ډلې وسلوال د نورو ځایونو د نیولو هڅې کوي د تشدد پېښې زیاتې شویدي.

د اسلامي دولت ډله داعش چې دا مهال په عراق کې او سوریې کې ډېرې سیمې لاندې کړي دي، د نړۍ په ځینو برخو کې هم د خپل نفوذ د پراخولو هڅې کوي.

د امریکا په مشرۍ د دغې ډلې پر ضد نړیوال ایتلاف جوړ شوی چې د خلیج هېوادونه یې هم غړي دي چې په سوریي او عراق کې د داعش ډلې پر جنیګالیو هوايي بریدونه کوي.

دغې ډلې څه موده مخکې، یو نیول شوی اردنی پیلوټ ژوندی وسوځوه چې له دغې پېښې وروسته، اردن پر داعش هوايي بریدونه پیل کړل.

XS
SM
MD
LG