د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلي: داعش تر طالبانو خطرناک دی


د افغانستان د حکومت یو پخوانی چارواکی په افغانستان کې د داعش ډلې شتون مني او تائیدوي چې ددغې ډلې جنګیالي هڅه کوي دغه هېواد له کړکیچ سره مخامخ کړي.

د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال، محمد کریم خلیلي امریکا غږ سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال پر حکومت نیوکه وکړه چې ګواکې د امنیت په ساتلو کې بې وسه دی.

په افغانستان کې پر جوماتونو او عبادت ځایونو بریدونو د خلکو اندیښنې راپارولي دي.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د 'باقرالعلوم' پر جومات باندې برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۸۰ تنه نور ټپیان شول. ددغه برید پړه داعش ډلې پرغاړه واخېسته.

ښاغلي خلیلي کابل کې د داعش وروستي برید ته په اشارې وویل چې دغه ډله هڅه کوي په افغانستان کې د قومونو او مذاهبو ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي.

خلیلې د خپلې مرکې په یوه برخه کې ټینګار کوي چې داعش به په افغانستان کې خپلو موخو ته ونه رسیږي ځکه چې په وینا یې د افغانستان خلک ددغو دسیسو پر وړاندې هوښیار دي.

XS
SM
MD
LG