د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام اباد کې د داعش بیرغ خلک اندیښمن کړي


د پاکستان په پایه تخت اسلام اباد کې نامعلومه کسانو د اسلامي دولت ډلې بیرغ ځوړند کړی دی. د اسلام اباد اوسیدونکو د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړیده چې د دغې پیښې تحقیقات وکړي.

په اسلام اباد کې د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر په ٢۴) په یوه سړک د داعش دغه بیرغ لیدل شوی و چې یې پرې لیکلي و، 'اسلامي خلافت راتلونکی دی'.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د امریکا غږ ته وویل چې د دغې پیښې تحقیقات یې پیل کړیدي او ډیر ژر به دا معلومه کړي چې دا کار چا کړیدی خو د دغه وزارت چارواکو په پاکستان کې د داعش د ډلې د شتون رپورټونه رد کړیدي.

د کورنیو چارو وزیر طلال چوهدري د امریکا غږ اردو څانگې ته وویل "د داعش ډله په پاکستان کې منظمه نه ده او نه په پاکستان کې فعالیتونه کوي."

پاکستاني چارواکو د داعش د ډلې د بیرغ لگولو پیښه تائید کړیده خو ځینې سرچینو امریکا غږ ته وویل چې د اسلام اباد د ښار په ځینو نورو سیمو کې یې هم د داعش بیرغونه لیدلي دي.

اسلام اباد د پاکستان یو د تر ټولو نه زیات خوندي ښار گڼل کیږي. د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د امنیت د خوندي کولو لپاره ١٩٠٠ څارونکي کیمرې لگولي دي.

د اسلامي دولت یا د داعش ډلې د پاکستان او افغانستان په غرنیو سیمو کې د ٢٠١٥ کال نه راپدیخوا فعالیتونه شروع کړیدي. دغه ډلې په پاکستان او افغانستان کې ځان ته د اسلامي دولت د خراسان د ډلې نوم ورکړیدی.

XS
SM
MD
LG