د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د زابل د مسافرو د ویني بدل اخلو


ولسمشر غني ژمنه وکړه چې له هرې هغې ترهګرې ډلې به غچ واخلي چې ولسي افغانان وژني.
ولسمشر غني ژمنه وکړه چې له هرې هغې ترهګرې ډلې به غچ واخلي چې ولسي افغانان وژني.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د پراخ اعتراضیه لاریون وروسته ویلي چې دښمنان د افغانانو ترمنځ قومي بې اتفاقۍ ته لمن وهي.

ښاغلي غني په زابل کې د اوو هزاره مسافرو څخه د داعش د وسله والو له خوا د سر د پرې کولو وروسته نن د چهارشنبې په ماښام ملت ته په وینا کې د افغانانو ترمنځ د یووالي غوښتنه وکړه.

جمهور رئیس غني وویل "هغوی په اګاهانه او خبیثانه توګه داسې جنایتونو ته لاس اچوي چې وکړی شي زمونږ د خلکو ترمنځ د نفاق اور په لمبو کړي، هغوی هیله لري چې د فوري احساساتو او نه کنټرول کیدونکي عواطفو غلبې د فکر او تدبر ساحه را تنګه کړي او د هغوی شرارت ته زمینه برابره شي ".

ښاغلي غني په خپله وینا کې لاریون کوونکو ته ډاډ ورکړ چې د داعش، طالبانو او نورو ډلوڅخه چې د هغه په وینا د زابل د پیښې په څیر پیښو کې لاس لري خامخا غچ اخلي.

جمهور رئیس غني وویل "زه یو ځل بیا تاسو ته خپل تعهد تکراروم چې مونږ به خپلو شهیدانو د وینو بدل د داعیشایانو، طالبانو او د بلې هرې تروریستي ډلې څخه چې په دغسې جنایت کې شریک وي، واخلو ".

هغه له خلکو وغوښتل چې داسې کړنو څخه ډډه وکړي په هیواد کې د قانون د حاکمیت د کمزوري کیدو سبب ګرځي.

ښاغلي غني وویل " هر ډول داسې ناسنجیده او احساساتي عمل چې د قانون حاکمیت ته صدمه رسوي او ګډوډي ته لاره اواروي، په حقیقت کې له هغو غلیمانو سره مرسته ده چې د لا زیاتو جنایتونو د ارتکاب لپاره د خلکو او حکومت تر منځ د باور د ختمیدو په لټه کې دي او د افغانستان تباهي غواړي.".

جمهور رئیس وویل دا پیښه یې پخپله څارلې ده او د برمته کوونکو له منګلو د برمته شویو د خلاصون لپاره یې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو په ملتیا څو ځلې پوځي عملیات هم ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG