د لاس رسي وړ اتصالات

 داعش له افغانستان نه په تیښته دی؟


ولسمشر غني وايي افغانستان یوازینی هېواد دی چې د داعش جنګیالي ترې په تېښته دي.
ولسمشر غني وايي افغانستان یوازینی هېواد دی چې د داعش جنګیالي ترې په تېښته دي.

د اسلامي دولت ډلې (داعش) د خُراسان ایالت تیر کال په افغانستان کې خپل موجودیت اعلان کړ او له هماغه راهیسي پدې هیواد کې له نږدې ټولو سره په جګړه اخته ده.

افغان او امریکايي ځواکونو د داعش خلاف ځمکني او هوايي بریدونه کوي. سله طالبان هم له داعش سره په شخړه کې دي.

پدې وروستیو کې د حاجي ظاهر پورې تړلې ملیشو هم د ننګرهار ولایت په ځینو سیمو کې د داعش پر ضد په جګړې کې ښکیل شوي.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی.‌

آیا داعش په افغانستان کې مات شوی که لا هم یو بلقوه ګواښ‌ دی؟

د دې پوښتنې د شننې لپاره جعفر هاند د پوځي چارو له شننونکي عتیق الله امرخیل سره مرکه کړې چې دلته یې اوریدلې شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:53 0:00

XS
SM
MD
LG